1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د المان په پارلمان کي د افغانستان د نوي ستراتيژی او د کندوز پر پيښي باندي خبري رواني دي

۱۳۸۸ بهمن ۲۱, چهارشنبه

د جرمني د بهرنيو چارو وزير ګيدو ويستر ويله د آلمان د اتحادي پارلمان په وړاندي د افغانستان د نوي ستراتيژۍ په هکله وينا وکړه...

https://p.dw.com/p/Lxjt
د جرمني پارلمان
د جرمني پارلمانانځور: AP

له برلين څخه نينا ويرکهويزر راليکي، کوم څه به چې ډگروال جورج کلين وايي، د کندز د موضوع په هکله پرېکړنده رول لوبوي. ځکه هم دی وو، چې د سپتمبر په 4 ورځ يې امر ورکړ، دوه تښتول شوي ټانگ موټرونه له هوا څخه بمباري کړل شي. په هغه گذار کې د 142 کسانو وژل کېدنې په پلازمېنه برلين کې يوه سياسي زلزله رامنځ ته کړه، د کومې په نتيجه کې چې تر اوسه پورې د هغه وخت د پوځ وزير له کار څخه برطرف او موجوده وزير تر سخت فشار لاندې دئ.

همدا شان د آلمان په پوځ کې د تفتيش رئيس او يو معين هم له کاره وايستل شول. په افغانستان کې د ناتو گڼ شمېر ملگرو سخت غبرگونونه وښودل، په تېره بيا د نړيواله صلح ساتونکو ځواکونو قوماندان سټنلي مک کرستل - دا هر څه د ډگروال کلين د قوماندې پايلې وې. د پوځ موجوده وزير کارل تيودور څو گوتنبرگ که څه هم له خپلو ځواکونو څخه پلوي کوي، خو په هغه هوايي گذار يې نيوکه کړيده او وايي:

«ډگروال کلين وي که زه، هغو افسرانو ته چې نن د لته موجود دي په ډاگه سره وايو، چې بې شکه يې د پوره معلوماتو او منطق له مخې د خپلو عسکرو د ژغورنې په منظور کار کړی دئ، خو د حاضر وخت د شرطونو او له ما څخه هغه وخت پټو ساتل شوو نظامي سندونو له مخې مناسب کار نه وو.»

د تير کال د سپتمبر په 4 ورځ په کندوز کي پر دوو تښتول سوو ټانکر موټرو باندي په هوايي بمباريو کي 142 کسانو ووژل سول
د تير کال د سپتمبر په 4 ورځ په کندوز کي پر دوو تښتول سوو ټانکر موټرو باندي په هوايي بمباريو کي 142 کسانو ووژل سولانځور: AP

له نامناسب څخه د څو گوتنبرگ منظور هغه دوه 500 پونډي بمونه هم دي، چې د ډگروال کلين په غوښتنه سره امريکايي جنگي الوتکو د سهار په يوه بجه او پنځوسو دقيقو واچول. د هغوی هدف هغه کسان وو، چې د کندز په رود کې د بند پاتو دوو تېل وړونکو ټانکونو گردچاپېر ولاړ وو. د آلمان د پوځ يوه رپوټچي هغه يواځې طالبان بللي وو.

د ISAF د قانون او اصولو له مخې هوايي ملاتړ يواځې هغه وخت رابلل کېدلی شي، چې د ملگرو قطعات يې په جگړه کې ښکېل وي. خو د 2009 ميلادي کال د سپتمبر د مياشتې د څلورمې نېټې په شپه داسې نه وه، او د ISAF د څېړنو په رپوټ کې راغلي، چې ډگروال کلين سره له دې د دښمن د موجوديت او خطر خبره کړېده. اوس به د آلمان په فدرالي شورا کې څېړندونه جرگه گۍ دا خبره سپينوي، چې ولې آلماني قوماندان دا غلط کار کړی. کلين د امريکايي پيلوټانو دا وړانديز هم نه دئ منلی، چې لومړی په ټيټه ارتفاع باندې پر خلکو الوتنه وکوي، تر څو هغوی ته يو گواښ وشي. د هغې شپې له رپوټونو څخه ښکاري، چې ده غوښتل هرومرو طالبان له منځه يوسي. ډگروال کلين په دې توگه سره هم د ISAF له اصولو څخه غاړه غړولې او هم يې د مزارشريف مرکزي پوځي هډه کې خپل آمر جنرال يورگ فولمر نه دئ خبر کړی. دا ډول پر خپل سر کار د آلمان با احتياطه پوځيانو ته کوم عادي عمل نه دئ. د څېړندويه جرگه گۍ زيات شمېر غړي سخت په غصه دي، لکه سوسيال دموکرات رينر آرنولد Rainer Arnold چې وايي:

«طبعاً چې بېځايه قضاوت به نه کيږي. موږ په کلکه سره وايو، چې د ډگروال کلين د پاره هم د بې قصورۍ اټکل امکان لرلی شي. خو مخکې له مخکې به غلط برائت هم نه ورکول کيږي، بلکه بالاخره دا د قضا دنده ده، چې ارزيابي کوي به يې.»

Werkhäuser, Nina / محمد عارف وردګ

کتونکی. زيارمل