د المان په ناردراين وېستفالن ايالت کي د ايالتي شورا ټاکنې تر سره کيږي
۱۳۹۱ اردیبهشت ۲۴, یکشنبهاعلان
د المان په لوېديځ ايالت نارد راين وېستفالن کي نن د ايالتي شورا له پاره ټاکنې تر سره کيږي. په دې ترڅ کي په ديارلسو میليونو د رايي حق درلودونکو ږغ سوی دئ چي خپلي رايي وکاروي.
اټکل کيږي چي د المان د سوسيال دموکرات گوند به په دغو ټاکنو کي تر ټولو گوندونو زياتي رايي وگټي. د لومړيو احصاييو له مخي د نوموړي گوند مشره هانه لوره کرافټ، تر خپلو ټولو سيالانو زيات محبوبيت لري او ښايي په دې وتوانيږي چي دومره رايي وگټي چي په ايالتي پلازمېنه دوسلدورف کي د خپل ايتلافي زرغون گوند سره يو ځل بيا حکومت جوړ کړي.