د المان په زارلانډ ايالت کي د ايالتي شورا ټاکني رواني دي
۱۳۹۱ فروردین ۶, یکشنبهاعلان
نن د المان په زار لاند ايالت کي د ايالتي شورا ټاکني تر سره کيږي. اټکل کيږي چي د مسيحي ديموکراټ گوند د ايالتي لومړۍ وزيري Annegret Kramp-Karrenbauer او د سوسيال ديموکراټ گوند د اعلی کانديد Heiko Maas تر منځ به سيالي تر سره سي.
دواړو کانديدانو ددې دمخه لا اعلان کړی وو، چي يو له بل سره ايتلافي حکومت جوړوي. په زارلانډ کي د پلان له مخه ټاکني تر سره کيږي، ځکه چي د مسيحي ديموکراټ، ليبرال گوند او د زرغون گوند درې اړخيزه ايتلافي حکومت ناکامه سوی وو.
اټکل کيږي چي په دغو ټاکنو کي به کيڼ اړخی گوند په دريمه درجه زياتي رايي تر لاسه کړي. د دې تر څنگ داسي وړاند ويني هم سوي دي چي ښايي د ډاکوگانو په نوم گوند هم په دې وتوانيږي چي د لومړي ځل له پاره په دغه ايالتي شورا کي چوکۍ وگټي.