1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د المان پارلمان په پوتین نیوکه کړې

۱۳۹۱ آبان ۲۰, شنبه
https://p.dw.com/p/16gWg

مسکو ته د المان د صدراعظمې انگلا میرکل تر سفر یوه اوونۍ د مخه د المان پارلمان د مخالفینو پر وړاندې د روسیې د ولسمشر پر چال چلند باندې نیوکه کړې ده. په یوه غوښتنلیک کې چې د جمعې په ورځ د سوسیال مسحیي ائتلاف، د المان د مسحیي دموکراتانو او د زرغون د گوندونو په رایو سره تصویب شو، له دولت څخه غوښتل شوي دي چې په مسکو کې له دولت څخه د لا ډیرې دموکراسۍ او د بشري حقونو د مراعاتولو غوښتنه وکړي. په برلین کې د روسیې سفیر د پارلمان دغه نیوکه رد کړې ده.