1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

المان: پارلمان د KSK په عملیاتو کې وضاحت غواړي

توماس لتشن/ ایستر فیلدن/ قاسم نوري۱۳۹۱ آبان ۴, پنجشنبه

یوې المانۍ ورځپانې ویلي دي چې د المان ځانگړو جنګي کماندو په کندوز کې طالبانو د یوه قوماندان په نیولو کې ونډه لرله اوس د دې هیواد پارلمان په افغانستان کې د خپلو پوځونو په عملیاتو کې د وضاحت غوښتنه کوي.

https://p.dw.com/p/16WLe
انځور: picture-alliance/dpa

د طالبانو د ډلې یو مهم غړی د تیرې جمعې په ورځ په کندز ولایت کې ونیول شو. که څه هم په لومړي سر کې د دې قوماندان د نیولو خبر رسنیو ته نه وو ورکړل شوی، خو یو څو ورځې وروسته د بیلد (Bild) په نامه یوې المانۍ ورځپاڼې خبر ورکړ چې د طالبانو د دغه قوماندان په نیولو کې د المان ځانګړې جنګي کماندو یا (KSK) له افغان ځواکونو سره نزدې همکاري کړې وه.

دا چې د آلمان ځانګړې جنګي کماندو یا (KSK) په افغانستان کې میشت دي یوه ښکاره خبره ده، خو د هغوی د عملیاتو په اړه نور معلومات په لاس کې نه شته. ډیر وخت د KSK عملیات پټ ساتل کیږي و یا یې په اړه په ډیر احتیاط سره معلومات ورکول کیږي.

په افغانستان کې د آلماني پوځ د عملیاتو ویاند مانفرید بومګارتن، دویچه ویله ته وویل: «په کندز کې د افغان سرتیرو په رهبري عمليات تر سره شول چې د الماني سرتیرو په ګډون په کې د ايساف یو شمیر ځواکونو هم برخه لرله.»

د الماني ځواکونو دغه ویاند دا خبره تأیید نه شوای کړای چې د کندز ولایت په عملیاتو کې د KSK سرتیرو هم ګډون کړی وو او که نه، خو هغه دا خبره رد هم نه کړه. بومګارتن د نيول شوي شخص د هويت په اړه دومره وويل چې له افغانستان څخه تر لاسه شوي تأييد شوي معلوماتو ښيي چې دا وګړی ملا عبدالرحمن نوميده.

عبدالرحمن د طالبانو له خوا د کندز د والي په توګه نومول شوی وو. ويل کيږي چې دغه وګړي د ۲۰۰۹ کال په مني کې په کندز کې د ناټو د تيلو د دوو ټانکرونو په تښتولو کې لاس لاره. هغه وخت له الماني پوځ څخه غوښتل شوي وو چې پر دې ټانکرونو باندې بمونه وغورځوي چې په پایله کې یې یو شمیر ملکي وګړي وژل شوي ول. د دې پېښې د قربانیانو په ډله کې ماشومان هم شامل ول.

د المان په پارلمان کې د زرغون ګوند د دفاعي چارو وياند اميد نوري،
د المان په پارلمان کې د زرغون ګوند د دفاعي چارو وياند اميد نوريانځور: Omid Nouripour MdB - Bündnis 90/Die Grünen

د المان په پارلمان کې د زرغون ګوند د دفاعي چارو وياند اميد نوري، په افغانستان کې د KSK له خوا د طالبانو د يوه مهم غړي د نيولو هرکلی وکړ خو د KSK د عملياتو د لا شفافيت غوښتنه يې هم وکړه. ښاغلي نوري د دې سوال په ځواب کې چې په کندز کې د ملا عبدالرحمن نيول څرنګه ارزيابي کوي، وويل: «که په رښتیا په کندز کې په اصطلاح د طالبانو نومول سوی والي نيول سوی وي او د هغه په نيولو کې افغان ځواکونو هم برخه اخيستې وي، نو بيا دا د دغه ولايت له پاره ډير ښه کار دی. ځکه دا د طالبانو له پاره هم اسانه نه ده چې د دغه وګړي پر ځای یو بل څوک تعین کړي.»

نوري پور وویل چې د KSK ځواکونو دندې داسې وي چې نه شي کیدای په اړه یې په پوره شفافیت سره معلومات ورکړل شي. خو هغه دا خبره هم وکړه چې د المان د پارلمان د یوه وکیل په توګه هغه دا خبره ځوروي چې د کندز د عملیاتو د څرنګوالي په اړه له رسنیو څخه معلومات تر لاسه کوي. هغه وویل چې د المان پوځ باید خپل ټول عملیات د دې هیواد له پارلمان سره شریک کړي. هغه وویل: «پارلمان دا ادعا نه کوي چي د عملياتو پلان دې ورته مخکې له مخکې په لاس ورکړل شي، خو هغه خبره چې د المان د سترې محکمې له خوا هم تأييد شوې ده هغه دا ده چې د دفاع وزارت او حکومت باید تر عملیاتو وروسته پارلمان ته معلومات ورکړي.»

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب