1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د المان پارلمان د يونان د ژغورني طرح تصويب کړه

۱۳۹۰ اسفند ۹, سه‌شنبه

د المان صدراعظمي انګيلا میرکل د غونډي په سرکې په خپله وینا کې هڅه وکړه چي په دې برخه کې د خپل هیواد د سیاست له پاره د پارلمان موافقه ترلاسه کړي.

https://p.dw.com/p/14BYy
انځور: Reuters

د آلمان پارلمان يا بوندستاگ د يونان د ژغورني له پاره د ۱۳۰ ميلياردو طرح تصويب کړه. لومړۍ وزيري ميرکل وويل چي که یورو د ماتي سره مخامخ شي نو داسې وګڼۍ چې اروپا به هم ناکامه شي.

ميرکل پر دې هم اعتراف وکړ چي د بریالیتوب له پاره هیڅ ډول تضمین نشته او د المان د کورنیو چارو د وزیر هنس پیتر فدريش، هغو څرګندونو په باب چي یونان د یورو له حوزې څخه ووزي په اشاري سره وویل چي دواړو خواو مخالفو او موافقو نظریاتو ته په کتو سره دې پایلي ته ورسیدم چې ډیر بریالیتوبونه په یوې نوي طرحي کې شته.

هغې زياته کړه چي خطر په دې کې دئ چي که په داسي وخت کې له یونان څخه مخ وګرځول شي په ټوله اروپا په ځانگړې توگه په المان کي به ئې عواقب ښه نه وي.

د المان د آزاد ديموکرات ګوند د ډلي مشر راینربرودرله د صدراعظمي ميرکل خبري تائید کړې او د یونان د وضعيت په اړه ئې وویل چي دلته یو هیواد د خپلي راتلونکې له پاره مبارزه کوي:

«د یونانیانو له پاره زما هیله داده چي هغوی زده کړي چي حد اواندازه مراعت کړي. د پور په اخيستلو کې، په لاریونونوکې، او د خپل وینا په طرز کې چې د خپلو اروپایې شریکانو په وړاندي ئې لري يو حد په پام کې ونیسي.»

هغه زیا ته کړه المان د یونان سره مرسته کوي، خو د کار د بازارونو، خصوصي جوړوني او د سپما په برخو کې د یونانیانو له طرفه د اصلاح هڅي لازمي دي.

د یونان له پاره د ژغورني د مرستو په پروګرام کي نه یوازي د حکومت سره په ايتلاف کې د نورو تړلو ګوندونو د ډلو له خوا موا فقه وښودل شوه، بلکي د سوسیال ديموکرات او زرغون ګوندونو د ډلو له خوا هم ومنل شو.

آژانسونه/ پروين مومند
کتونکی: نجيب الله زيارمل