د المان پارلمان به د ۲۰۱۳ کال د بودجې په اړه پریکړه وکړي
۱۳۹۱ آبان ۱۹, جمعهاعلان
د ۲۰۱۳م کال له پاره د المان بودجه د دولت له لوري تصویب شوې ده. د المان د پارلمان یا بوندس تاگ د بودجې کمیسیون په برلین کې د مسیحي گوندونو «یونین» او د المان د آزاد دموکرات گوند (FDP) د رایو په اکثریت سره بودجه تصویبوي.
په پام کې ده چې د راتلونکې کال له پاره به نوي دولتي پورونه ۱۷،۱ میلیارد یورو وي. دغه رقم د المان د مالیې د وزیر ولفگنگ شویبله د غوښتنې څخه ۱،۷ میلیارده کم دی. په ټوله کې د المان دولتي لگښتونه ۳۰۲ میلیارده یورو په پام کې نیول شوي دي چې د هغې سربیره ۲۰۶،۶ میلیارده یورو د مالیې د عاید څخه حسابیږي. په راتلونکو دوو اونیو کې به د المان پارلمان د نوموړې بودجې په اړه تصمیم ونیسي.