د المان نوی جمهور رئیس د لوړې مراسم پر ځای کوي
۱۳۹۱ فروردین ۴, جمعهاعلان
تر ټاکل کیدو پنځه ورځې وروسته د المان جمهور رئیس یواخیم گاوک، نن د خپلې دندې له پاره د وفادارۍ لوړه پر ځای کوي. د دغو مراسمو له کبله د المان پارلمان او د وکیلانو شورا د برلین د رایش تاګ په نامه ودانۍ کی سره یوځای کیږي.
ګاوک به د لوړې تر مراسمو وروسته د خپلې نوې دندې په اړه وینا ورکړي. د جمهور رئیس په توګه د ده لومړنۍ وینا ته ټول په انتظار باسي.
له گاوک څخه به د هغه تر وینا وروسته د بیلیفیو د ماڼۍ مخکې له پوځي مراسمو سره هرکلی وسي. گاوک د آلمان یوولسم جمهور رئیس دئ او د ۷۲ کلونو په درلودلو سره تر اوسه پوری د دغه هیواد په تاریخ کی تر ټولو زوړ جمهور رئیس دئ.