د المان لوبډلي د نندارچيانو خوشالي په خوابدۍ بدله سوه
۱۳۸۹ خرداد ۲۸, جمعهپه جرمني کي د اټکل د مخه 12000000 د فوټبال مينوال د جرمني د بيرغونو سره کوڅو ته راوتلي ول تر څو د خپلي لوبډلي ملاتړ وکړي. دوئ په ټولو بازارونو کي د لويو لويو ټلويزيونونو مخ ته راټول سوي ول او په گډه سره يې د لوبي ننداره کول تقريباً په دغه وخت کي په ټول المان کي کراري ول او ټولو ددې لوبي و پايلي ته انتظار ايستئ.
د جرمني په ټيم کي لوکاس پودولسکي، چي په دې لوبه کي يې پينالټي خطا کړه ټول مينوال داسي چپ سول لکه هيڅ څوک چي د باندي نه وي.
المان تر اوسه پوري د خپل گروپ د ليست په سر کي قرار لري، ولي که د گانا او آسټراليا تر منځ لوبه د گانا هيواد په گټه تمامه سي نو گانا به ددې گروپ لومړی مقام خپل کړي.
المان په خپل گروپ کي وروستۍ لوبه د گانا هيواد سره لري، که چيري هغه و گټي نو د يو پر اتم فاينل ته د وتلو چانس لري او که يې هغه هم بايلوده نو بيا به د نړيوالو لوبو څخه وزي.
AG/ زيارمل
کتونکی. عبدالباري حکيم