1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د المان فیدرالي بانک: د يورو د ټيکاو له پاره مالي اتحاد حتمي دئ

۱۳۹۱ خرداد ۲۱, یکشنبه
https://p.dw.com/p/15Bb9

د المان د فیدرالي بانک رئيس ينس وايدمان، ويلي دي چي د يورو پول واحد د غړو هيوادونو تر منځ بې له مالي اتحاد رامنځ ته کولو بله لاره نسته. د نوموړي په وينا په دې هکله شک لري چي د يورو زون بې له مالي اتحاد پرته دې کوم راتلونکي ولرلای سي. هغه دغه څرگندونې د «وېلټ ام زونتاگ» سره په مرکه کي کړي دي.

وايدمان ويلي دي چي که د دې وروسته هم غړي هيوادونه په خپل مسئوليت د مالي چارو او بودجوي سياست پر مخ بېول غواړي، نو بايد د گډ اقتصادي مسئوليت له پاره پولي را تنگي کړل سي. د نوموړي په وينا که داسي ونه سي نو ښايي د پول واحد دغه تړون ړنگ سي چي ښايي په دروند تاوان تمام سي. د المانۍ مجلې «دېر شپيگل» په وينا د يورو زون د مالي چارو وزيران لا تر مخه د مالي اتحاد له پاره د اصولو پر جوړولو کار کوي. د دغه مالي اتحاد د رامنځ ته کېدو وروسته به غړي هيوادونه په يوازي سر ونه کړای سي چي نوي قرضې تر لاسه کړي. د يورو د بحران مهم ترينه وجه د غړو هيوادونو له خوا د زياتو قرضو اخيستل بلل کيږي.