1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د المان فدرالي شورا د نوو نازيانو جنايتونه وغندل

۱۳۹۰ آذر ۲, چهارشنبه

د المان فدرالي شورا په خپله يوه ځانکړې غونډه کي پرون د نوو نازيانو د وروستيو کلونو د جناياتو د قربانيانو يادون وکړ او په عين وخت کي يې د ښی اړخي افراطي «ان پي دي» ګوند د بندولو په هکله د غورغوښتنه وکړه.

https://p.dw.com/p/13FFj
د المان فدرالي شورا
د المان فدرالي شوراانځور: dapd

دالمان د فدرالي شورا، بوندستګ، ټولو سياسي ګوندونو په المان کي د ښی اړخو افراطينو پر ضد ګډ دريځ ونيو او د نوو نازيانو له خوا په تيرو کلونو کي د يو شمېر بهرنيانو وژلو د وجوهاتو روښانه کولو له پاره يي غږ وکړ.

د آلمان د فدرالي شورا د ټولو سياسي ګوندونو په ګډه اعلاميه کي دغه وژنه د خپل هيواد له پاره يو « ډيرشرمونکی» عمل ګڼل شوی دئ. پارلماني استازو که د حکومت پلويانو دي او که مخالفين په يوغږ سره د خپل هيواد امنيتي ارګانونه ګرم وګنل چي په دې تيرو کلونو کي د دغو وژنو د مخنيوي او روښانه کولو له پاره نيمګړتيا ګړې ده.

په تيرو لسو کلونو کي په المان کي يو شمېر بهرنيان چي ډيری ترکان دي د نامعلومو کسانو له خوا وژل کېدل. د نوو پلټنو له مخي اوس داسي شواهد او اسناد موندل شوي دي، چي د دغو وژلو تر شا د المان ښی اړخي افراطيون ولاړ دي.

د آلمان فدرالي شورا د دغو جنايتونو د قربانيانو د يادون له پاره په خپله ځانکړې غونډه کي خپله ژوره اندېښنه څرګنده کړه او د المان امينتي ارګانونه يې تر نيوکو لاندي ونيول.

د فدرالي شورا رييس، نوربرت لمرت وويل: «زموږ له پاره د شرم ځای دئ چي د ايالاتي او فدرال امينتي چارواکو له کلونو را په دې خوا د دغو پلان شوو او تر سره شوو جنايتونو په روښانه کولو کي نيګړتياوي کړي دي، او نه دي توانيدلي چي د هغو مخنيوی وکړي.»

په المان کي د نوو نازيانو لاریون
په المان کي د نوو نازيانو لاریونانځور: AP

د آلمان د حکومت د ستر مخالف گوند پارلماني مشر، فرانک والتر شتاين ماير د ښی اړخو افراطينو په هکله په پروني غونډه کي د حکومت د فاميلي چارو وزيري، کريستينا شوريدر باندي په مستقميه توګه نيوکه وکړه او وويل، چي هغه بايد د المان د مدني ټولنو چي د ښيي اړخو افراطينو پرضد مبارزه کوي، مالي مرستي غوڅي نه کړي.

« دا چي دا پيښي پرله پسې څو کاله سرته رسول کيږي او هغه هم په منظمه توګه، دا يوازي پر يو شخص او يا يو بهرني او يا يو انسان حمله نه، بلکي دا پر موږ ټولو چي په دې هيواد کي ژوند کوو حمله ده. دا زموږ پر ديموکراتيک ګډ ژوند باندي حمله ده.»

د المان نورو ګوندونو هم دغسي ورته ويناوي وکړې او ټولو په ګډه سره په دې هيواد کي د ښی اړخو افراطينو د فعاليتونو د مخنيوي غوښتني وکړې.

د آلمان د کورنيو چارو وزير هانز پيتر فريدريښ په دغي غونده کي وويل، چي هغه به د ښی اړخي افراطي کوند ان پي دي د بندولو په هکله يو وار بيا غور وکړي. خو هغه وويل چي د هغو قانوني شرايطو له مخي چي د المان د اساسي قانون محکمه يې لري، د دغه ګوند بندول سمدلاسه يو ستونزمن کار دئ.

آژانسونه/ عبدالباري حکيم

کتونکی: نجيب الله زيارمل