1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د المان د پخوانی صدراعظم کول د ښخولو ډرامه

۱۳۹۶ تیر ۹, جمعه

د ښخیدو د مراسمو د ځای پرسر له وینا کوونکو څخه نیولې تر زړو فامیلي جنجالونو پوري ښايي د هلموت کول مرگ تر هغه چي د ده سياسي افتخاراتو ته گټه ورسوي، ډير زاړه زخمونه را تازه کړي.

https://p.dw.com/p/2fgk3
Moment of remembrance for Helmut Kohl
انځور: DW/P. Böll

یو مړسوی سیاستوال، یوه ځوانه کونډه ، پردي سوي اولادونه، تر حمایې لاندي شاگردانو، د کول دتفسیرولو پر سر مبارزه او سیاسی میراث. دا ټول کیدای سي سخت جنجالونه او شخړي را منځ ته کړي.

د پخواني صدراعظم هلموت کول د ښخولو مراسمو پر سر شخړي راپورته سوي دي، داسي چي کیدای سي د هغه سیاسي سابقې او هم احساساتو ته تاوان ورسوي. یوه له هغو څخه «یوه نجلۍ » لکه انگیلا میرکل ده، چي د کول له خوا ونومول سوه او نن ورځ  بیا اکثرأ ویل کیږي چي ترمنځ یې پیچلي او سخت مناسبات وه.

میرکل او کول، پیچلي مناسبات

المانۍ مجلې «شپیگل» رپوټ ورکړی دی، چي دغه «نجلۍ» چي اوس د جرمني صدراعظمه او د مسيحي دیموکراټ اتحاد گوند مشره ده، د غم په مراسمو کي بايد خبري نه وکړي. د میرکل او پخواني صدراعظم کول (چي په ۲۰۰۲م کال کي له سياست څخه گوښه سو) تر منځ مناسبات په ښکاره ډول سره ساړه سوي وه. د مسيحي دیموکرات اتحاد د بسپني اخیستلو تر رسوایۍ وروسته میرکل وویل چي «هلموت کول په دې کار سره گوند ته تاوان ورساوه.».دغه موضوع د کول د دورې په پای کي رسوأ سوه. لږ وخت وروسته پخپله میرکل د گوند مشره او بلاخره د جرمني لومړۍ ښځه صدراعظه سوه.

Guido Westerwelle, Ex-Außenminister FDP - 80. Geburtstag Helmut Kohl
کول یو وخت میرکل ته د خپلې لور خطاب کړی ووانځور: picture-alliance/Augenklick/B. Kunz

که څه هم میرکل په ۲۰۱۰م کال کي د کول د ۸۰ کلنۍ مراسمو ته ورغله او له هغه څخه یې په ښکاره ډول د هغه د کارنامو مننه وکړه او ویې ویل چي «بې له هغه به اوس د ميلیونو انسانو ژوند، لکه ما چي تر ۱۹۹۰م کال پوري په ختيځ المان کي ژوند کاوه، کاملأ بل ډول تیریدلای.» خو اوس لکه څنگه چي د ده کونډه وايي، کول څوواره دا وړاندیز رد کړی دی چي میرکل دي د ده د ښخولو پر وخت وینا وکړي.

د کول د میراث اداره کونکې، مایکه کول ریشتر

دا یوازنی د توجه وړ تحریک آمیزه تصمیم نه وو چي مایکه کول ریشتر د خپل میړه په نمایندگۍ د پخواني صدراعظم کول د عامه یادوني په مراسمو کي د جنجالونو او شخړو سبب وگرځیدل.

ریشتر چي تر خپل وفات سوي میړه ۳۴ کاله ځوانه ده، هلموت کول یې د هغه د صدراعظمۍ په وروستي کال وپیژانده. دوی په ۲۰۰۸م کال کي د کول تر لمړنۍ ماندینې هانه لوره  لږ کلونه وروسته واده سره وکړ، په کوم کي چي د کول کورنۍ شرکت نه ؤ کړی، خو د رسنیو د چلونکي لیو کیرش او د«بیلډ» ورځپاڼي پخواني آمر کای ډیکمن په حضور او شاهدۍ کي. څو کاله دمخه تر یوې واقعې وروسته، کله چي کول چوکۍ«ویلچیر» کښیناستلو ته مجبوره سو او نور یې ډیري لږ خبري کولای سوای، مایکه کول ریشتر د خپل میړه د علاقه مندیو استازیتوب پر غاړه واخیست.

کول ریشتر او میرکل چي لمړی یې ځان د خپل میړه د سیاسي میراث د تفسیرولو مدافع بولي او هغه بله یې د داسي یوه سیاست جوړونکې او مبتکره ده چي اساس یې کول ایښی او د هغه د المان د بیرته یووالي څخه ډیره مستفیده سوې ده.

خو د جرمني د سیاست په دغه لومړۍ ازموینه کي داسي ښکاري چي مایکه کول ریشتر بایلونکې ده. میرکل د صدراعظمي په توگه اجازه لري د هغه د ښخیدو په مراسمو کي خبري وکړي، په کوم کي چي د اروپا د اتحادیې لوی کمیسار ژان کلود یونکر، د فرانسې جمهوررئيس اِمانويیل مکرون او د امريکا متحدو ايالاتو پخوانئ جمهوررئيس بیل کلینتن هم ویناوي کوي.

ویکتور اوربان، یو ضد ونقیض شاگرد

د مایکه کول ریشتر په خبره یو بل هغه څوک چه غواړي د غم په مراسمو کي خبري وکړي، د کول په وینا اجازه نه لري. هغه د هنگري صدراعظم ویکتور اوربان دی، چي کول یې د شوروي تر نړیدو وروسته د لیبرالو نظریاتو په درلودلو سره د یوه ځوان سیاستوال په توگه وپيژاند او د کول په ملاتړ یې له هغه سره د ژوند ترپایه پوري ملگري درلوده.

خو همدغه اوربان په اوس وخت کي په سیاست کي د خپل مطلق العنانه سیاست له کبله تر انتقادونو لاندي دی او په دې ډول عملأ د کول له سیاسي میراث سره په ټکر کي راغلی دی. له اروپايي ټولني سره مخالفت او د مهاجرو په موضوع کي نه همکاري عملأ اوربان د کول له اروپايي مفکورې سره په ضدیت کي راوستلی دی، د کومي مفکورې څخه چي د تنظیمونکو په خبره یې باید په سټراسبورگ کي د ښخولو د مراسمو پروخت نمایندگي وسي.

پر بې طرفه مځکه باندي ښخول

که د اوربان سره وي او یا بې له اوربان څخه، د کول د ښخیدلو ځای هم د حیرانتیا سبب گرزیدلی دی: د جرمني د لومړي صدراعظم په توگه به کول د حکومت د عنعنوي مراسمو پرخلاف د جولای پر اوله د اروپا په خاوره کي ښخ او مراسم به یې هم هلته تر سره سي. د دغه ډول تر اوسه پوري فوق العاده مراسمو پر وخت به د کول څخه د هغه د متحدي اروپاد مفکورې او کارنامو ستاینه وسي، د هغه د جرمني د بیرته یووالي، د اروپايي ادغام په لار کي د ده د کوښښونو او اسعاري اتحاد د تأسیسولو څخه.

پر ځای ددې چي په خپله فامیلي هدیره، د خپلي لمړنۍ ماندینې څنگ ته خاورو ته وسپارل سي، هغه به په سټراسبورگ کي تر مراسمو او سپيير په کلیسا کي تر دعأ او عبادت کولو وروسته د هغه د څنگ په هدیره کي خاورو ته وسپارل سي.

Deutschland Trauer um Altkanzler Helmut Kohl - Merkel Kondolenzbuch
انځور: picture-alliance/dpa/M. Gambarini

فامیلي اختلافات ښخیدل ترسیوري لاندي راولي

ایا داچي فامیلي داسي دلایل موجود وي چي کول دي د خپلي لومړۍ ماندینې هانه لورا څنگ ته ښخ سي، معلومه نه ده. خو هغه څه چه په اطمینان سره معلوم دي، دا دي چي ددغي ښځي څخه د زامنو سره یې مناسبات ډیر خراب دي. ویل کیږي چي د کول اوسنئ کونډه هم د هغه له زامنو سره لویدلې وي. د هغه مشر زوی والټر د چالاني کمرې مخته خپل کور ته پرې نښوول سو. د کول ریشتر مدافع وکیل وروسته دغه تور رد کړ. والټر وروسته خبريالانو ته وویل چي «زه خپله د زړه له کومي خواشینی څرگندوم چي کول اوس مړ سوی دی او دا هم ټوله په دغه ډول رامنځته سوي دي.» د کول کشر زوی چي اوس خپل زوی هم ورسره ملگری وو، وویل چي «زما پلار د ډیرو کسانو او دوستانو سره روابط قطع کړل، تر ټولو دمخه له خپلو لمسیانو سره چي له کبله یې ډیر زهیردل چي ولي نیکه ته نسي ورتللای.»

د فاصلې په نیولو سره وروستئ ویاړ

د جرمني پارلمان رییس نوربرت لامرت په پارلمان کي د کول د یادونو د مراسمو پروخت وویل چي ایا دا د ده وروستۍ غوښتنه وه او یا نه، خو کشمکشونه د کول د قوت یوه برخه وه: «دمخالفو او اتحادي گوندونو په منځ کي دهغه سختي موضع گیرۍ ډیري مشهوره دي. دغه ډول موضع گیرۍ طبعأ تاوانونه هم رسولي دي، خو سره له هغه باید سړی کول د هغه د خدماتو په خاطر وویاړوي.»

لامرت زیاته کړه:«موږ په اساس کي د کول د هغي لويي کارنامې مننه کوو، چي نن په واقعیت تبدیل سوې ده، یعني زموږ د هیواد سوله ایز بیرته یووالئ او سوله ایزه اروپا.» لامرت چي د اوسني جمهوررئيس فرانک والټر شټاین مایر او پخواني جمهوررييسانو یوآخیم گاوک او هورست کیولر په مخکي خبري کولې وویل، چي د کول د شخصیت په مقابل کي تقریباً هیڅوک بې تفاوته نه دی.»