1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د المان د يو والي او مسجدونو د دروازو د پرانستلو ورځ يوه ده

۱۳۸۹ مهر ۱۱, یکشنبه

د مسجدونو د دروازو د پرانستلو ورځ په متحد المان کي د 1997م ميلادي کال راهيسي لمانځل کيږي.

https://p.dw.com/p/PTEq
انځور: picture-alliance/dpa

د اکتوبر درېمه هغه نېټه ده چي د تيرو شلو کالو راهيسي په المان کي په ډېره مينه او لېوالتيا سره لمانځل کيږي.

دغه نېټه د ختيځ او لوېديځ المان د بيا يو ځای کېدو ورځ ده او پکښي د رسيمي لمانځغونډو تر څنگ گڼ شمېر ولسي لمانځني هم تر سره کيږي. خو عيني په دغه نېټه بيا په المان کي د مسجدونو د دروازو د پرانستلو ورځ هم وي.

د مسجدونو د دروازو د پرانستلو ورځ په متحد المان کي د 1997م ميلادي کال راهيسي لمانځل کيږي.

پدغو ورځو کي د اسلام او مسلمانانو سره لېوالتيا درلودونکي گڼ شمېر کسان مسجدونو ته ځي او هلته ورته د اسلام او مسلمانانو په هکله معلومات ورکول کيږي او د مسجد د منتظيمينو او امامانو لخوا د دوی پوښتنو ته ځوابونه ويل کيږي.

کله چي 13 کاله ترمخه د لومړي ځل لپاره د مسجدونو د دروازو د پرانستلو ورځ ولمانځل سوه نو دغه ورځي ته يو عنوان هم ټاکل سوی ؤ: «د قرآن پاک څوارلس سوه کاله او په ورځني ژوند کي د هغه ونډه.»

د دغو لمانځنو موخه د اسلام پر پېغمبر حضرت محمد (ص) د قرآن پاک د نازل کېدو څوارلس سوه کلنه کليزه لمانځنه وه.

په ټوليزه توگه د المان څه باندي 2000 مسجدونه د اکتوبر پر درېيمه نېټه و ټولو ته خپلي دروازي خلاصوي. په تيرو کلنو کي هر کال د مسجدونو د دروازو د پرانستلو په ورځ گڼ شمېر مسلمانانو او غېر مسلمانانو د مسجدونو څخه کتنه کړېده او د وخت په تېرېدو سره د دوی په شمېر کي هم زياتوالی راغلی دی.

که څه هم د مسجدونو د دروازو د پرانستلو ورځ په المان کي د 1997م ميلادي کال راهيسي لمانځل کيږي خو په المان کي د مسجدونو تاريخ ډېر زوړ دی.

د مسلمانانو د انسجام د کونسل د وېبپاڼي په وينا په جرمني کي لومړی مسجد د پروس د باچا ويلهېلم لومړي په وخت 1739م ميلادي کال ياني د نن څخه 271 کاله ترمخه جوړسوی ؤ.

نوموړي باچا په پروس کي دغه مسجد د بعضو مسلمانو عسکرو لپاره جوړ کړی ؤ تر څو هغه د لمونځ کولو ځای ولري. عيني په دغه توگه د مسيحي عسکرو لپاره په پوسټډام کي کلېسا جوړه کړل سوې وه.

مټ څووېلا/ احمدولي اڅکزی

کتونکی: نجيب الله زيارمل