1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د المان د راتلونکي کال پر بودجې باندي بحث

۱۳۹۱ شهریور ۲۲, چهارشنبه

په برلين کي د کلنۍ بودجې پر سر بحث پيل شو، خو سږ کال د المان د حکومت عايدات او لګښتونه چي د هغو پر بنسټ خپله بودجه جوړوي د يورو کړکېچ تر اغيزې لاندي دي.

https://p.dw.com/p/167AS
انځور: picture-alliance/dpa

د دوبي تر رخصتيو وروسته د المان پارلمان غونډي پيل شوې. د بحث په سر کي د راتلونکي کال بودجه ده. پوره درې مياشتي پر دې موضوع باندي خبري کيږي.

په لومړي سر کي د پارلمان په عمومي غونډه کي، بيا په مختلفو جرګه ګيو کي او د نومبر په پای کي بيا په عمومي غونډه کي بحث او خبري کيږي.

خو پوښتنه دا چي د يورو کړکېچ په پام کي نيولو سره به دا بحثونه څرنګه وي؟ د المان د ماليې وزير، ولفګانګ شويبله د ۲۰۱۳ کال د بودجې بحث له يوې يو ساعته وينا سره پيل کړ، چي يو پر دريمه برخه ئې يوازي د يورو حوزې د پورونو ستونزو ته وقف شوې وه.

د هغه خبري ډيري نوي نه وې، د هغه ټينګار پر دې باندي وو چي په غړو هيوادونو کي سم مالي او اقتصادي سياست نه دئ تعقيب شوي:

«اصلي ستونزه د غړو هيوادونو د مالي او اقتصادي سياست په غلطۍ کي نغښتې ده او يوازي هلته کيدای شي چي اصلاحات رامنځته شي. د حل بله لاره وجود نه لري. د نورو د پورونو ضمانت پرغاړه اخيستل او يا د بانک نوټو د چاپ د شرايطو اسانول د حل لاره نه ده.»

هغه پرته له دې چي په مستقيمه توګه يادونه وکړي له دې خبري سره ئې له اروپايي مرکزي بانک سره مخالفت ښکاره کړ. خو په عين وخت کي هغه په خپله وينا کي د اروپايي مرکزي بانک پر خپلواکتوب باندي ټينګار وکړ، چي بايد ورته درناوی وشي.

تر کابو شلو دقيقو وينا وروسته د المان د ماليي وزير د خپل هيواد د ۲۰۱۳ کال د بودجې موضوع ته راغلی. دغه بودجه د روان ميلادي کال د جون په مياشت کي د حکومت په کابينه کي طرحه شوه چي ۳۰۲،۲ ميليارده يورو ده.

د نويو پورونو کچه ۱۸،۸ ميليارده يورو ته رسيږي، چي تر ۲۰۱۶ کاله پوري کرار کرار بايد را کښته شي. د نوي کال له پاره ۳۲،۱ مليارده يورو پور په پام کي دئ.

د نويو پورونو کچه د حکومت د اپوزيسيون په نظر ډيره لوړه ده او پر هغې باندي ئې سختي نيوکي وکړې. سوسيال ديموکرات، د ګروينن يا زرغون ګوندونو او دغه راز کيڼ اړخي ګوند د المان پر ايتلافي حکومت باندي سختي نيوکي وکړې، چي د کورني لګښتونو او د بودجې د سمونوالي له پاره ئې کار ونه کړ.

د کيڼ اړخي ګوند د پارلماني ډلي مشر مرستيال، ديتمر بارچ د ماليې وزير وينا ته په اشاره سره وويل: «تاسي په اروپا کي ځان د نورو له پاره نمونه او سرمشق ګڼي، رښتيا خبره خو دا ده چي تاسي واياست يو څه، خو په عمل کي کوئ بل څه.»
بارچ وويل چي ايتلافي حکومت په روانه تقنيني دوره کي ۱۱۲ميليارده يورو نوی پور اخيستی دئ، نو له دومره پيسو سره څوک بايد د سپما کولو ادعا ونه کړي.

د سوسيال ديموکرات گوند د پارلماني ډلي د مشر مرستيال، يوهاخيم پوس، د حکومت له خوا وړاندي شوې بودجه «سينګاري» ووبله. هغه وويل، چي د ماليې وزير له خوا وړاندي شوې بودجه او مالياتي سياست يوازي«له بهر څخه ښايسته ښکاري، خو په حقيقت کي دغه بودجه د ټولني د بې وزلو خلکو له پاره د سپما پر بنسټ ولاړه ده.»

زابينا/ عبدالباري حکيم
کتونکی: نجيب الله زيارمل