د المان د دفاع وزیر په ناڅاپي سفر افغانستان ته رسیدلی دئ
۱۳۹۱ تیر ۱۳, سهشنبهاعلان
د المان د دفاع وزیر توماس دیمیزیر په یوه ناڅاپي سفر نن کندز ته رسیدلی دئ. د المان د دفاع وزیر به په کندز کې د خپلې یوې پوځي اډې څخه لیدنه وکړي چیرې چې د المان هیواد د پوځ زیاتره برخه میشته ده. دا په تیرو ۱۶ میاشتو کې د هغه افغانستان ته اووم سفر دئ چې تر سره کوي ئې. د المان جنگي ځواکونه چې د ناټو تر مشرې لاندې په افغانستان کې خپل ماموریت پر مخ بیایي د روان کال له پیل راهیسې د افغانستان څخه د خپلو سرتیرو په رایستلو پیل کړی دئ. په پام کې ده چې له افغانستان څخه به د ۲۰۱۴م کال تر پایه ټول بهرني جنگی سرتیري راووځي. المان ویلي دي چې هر کال به له افغانستان سره د بیا رغاوني په برخه کې هر کال ۴۰۰ میلیونه یورو مرسته وکړي.