د المان تجارت د پرمختگ په حال کې دئ
۱۳۹۱ تیر ۱۹, دوشنبهد المان د افتصاد په اړه خپرې شوې نوې شمیرې ښيي چې د دې هیواد اقتصاد به د کورنۍ تقاضا له کبله نور هم پرمختگ وکړي. د ملي احصائیې ادارې (دیستاتیس) د دوشنبې په ورځ ویلي دي چې په المان کې د مې په میاشت کې تجارتي فعالیتونو د پام وړ پر مختگ کړی دئ. په دغه میاشت کې د المان د صادراتو او وارداتو اندازه له پخوانیو وړاند وینو ډیر لوړه شوې ده.
د مې په میاشت کې د المان صادرات ۳.۹ سلنه لوړ شوي دي چې ټول ټال ۹۳.۵ میلیارده یورو ته رسیږي. په دې میاشت کې د المان واردات ۶.۳ سلنه لوړ شوي دي چې ۷۸.۵ میلیارده ډالرو ته رسیږي.
د نتکسیس په نوم اقتصادي سازمان د فرانسې خبري آژانس ته ویلي دي: «د المان اقتصاد د مې په میاشت کې پرمختگ کړی دئ. خو د دې سربیره هم د اپریل د میاشتې تر ضعیفه شمیرو وروسته موږ محتاط پاتې کیږو.»
د پیریدونکو ثابت اعتماد
په المان کې د وارداتو د زیاتیدو له کبله د مې په میاشت کې د تجارت د بیلانس اختلاف ۱۵ میلیاردو یورو ته راټیټ شو. دا په داسې حال کې ده چې دغه اختلاف د اپریل په میاشت کې ۱۶.۲ میلیارده ډالره وو.
خو په اروپا کې د پورونو روان کړکیچ د المان پر تجارت باندې خپلې اغیزې پریښي دي. د اروپا د اتحادیې ۱۶ هیوادونو ته د مې په میاشت کې د المان صادرات ۲.۳ سلنه راټیټ شوي دي دا په داسې حال کې ده چې په عین وخت کې هغو هیوادونو ته چې د اروپا د اتحادیې غړي نه دي د المان صادرات ۳.۴ سلنه لوړ شوي دي.
د روان کال له پیل څخه د مې تر میاشتې پورې د المان صادرات ټول ټال ۴.۲ سلنه لوړ شوي دي چې د اروپایي اتحادیې هیوادونو ته بیا دغه صادرات ۰.۶ سلنه راکم شوي دي.
د افتصادي چارو کارپوهان وایي چې په المان کې د پیریدونکو ثابت اعتماد کیدای شي چې د تجارت د بیلانس اختلاف نور هم راکم کړي. هغوی په دې اند دي چې د مې په میاشت کې د المان د وارداتو د کچې لوړیدل په دې هیواد کې د پیریدونکو ثابت اعتماد ښيي.
آژانسونه/ مسعود جهش
کتونکی: سید ریاض