1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د المان اردو ځان د مخدره توکو سره له مبارزی څخه بيخي بهر ساتي

۱۳۸۸ اردیبهشت ۸, سه‌شنبه

د افغانستان له مخدره توکوسره د مبارزي د چارو وزیر، جنرال خدايداد خبري اتري په زړه پوري اوښکلو الفاظو سره پيل کوي. او وايی چي الماني عسکر خپله دنده ډيره ښه ترسره کوي.

https://p.dw.com/p/Hfnx
د افغانستان له مخدره توکوسره د مبارزي د چارو وزیر، جنرال خدايدادانځور: AP

او پس د منني له څرګندولو څخه يوه غوښتنه هم کوي، اودا غوښتنه زياتره المانيانوته متوجي ده دي وايي:

که سړي له مخدره توکو سره مبارزي ته وګوري، د المانانو ملاتړ او ونډه پدي برخه کي ډيره کمه ده . مونږ زياتره مرستي ته اړه لرو. مونږ په تيره بيا له اروپايي هيوادونو څخه د زياتره ملاتړ انتظارلرو.

نوموړي وزير زياته کړي ده چي، له مخدره توکو سره مبارزه يوازي د افغانانو کارندي، او د هغه لپاره ډير دليلونه شته دي. جنرال خدايداد وايي چي د افغانستان ترياک په مخامخه توګه د اروپا سړکونوته ورځي. سربيره پردي ټولوهغو پوځونوته چي په افغانستان کي ګمارلي دي هم خطر پيښوي .جنرال خدايداد مخ په وړاندي وايي:

ترياک د تروريزم لپاره د محرکه قوي او د خوځښت د توکومعني لري. له هغو غير قانوني پيسو څخه چي له دي لاري يي ترلاسه کوي، تروريستان وسلي، او ګولۍ اخلي او د هغو په واسطه بيګناه عسکر، نوربيګناه خلک او زاړه خلک په افغانستان کي وژني . دوي ښونځيو ته اور وراچوي اوهغه نجوني چي ښونځيو ته ځي ذهر ورکوي. پدي ډول نو ترياک په افغانستان کي په مخامخ ډول ډاراچونکو ته په ښه ورځي.

Deutsche ISAF-Soldaten in Afghanistan
د کوکنارو د کروندو ترڅنګ الماني زره پوښه موټر همداسي تيريږي پرته لدي چي د کوکنارو يو بوټي ته کوم تاوان ورورسوي.انځور: AP

نوموړي وزير لده نه د پوښتني په ځواب کي د افغانستاان په شمال کي د الماني عسکرو په فعاليت او که بل ډول وويل شي، د هغو په نه فعاليت باندي سخته نيوکه وکړه . او ويي ويل چي تراوسه پوري د المانيانو ستراتيژي داسي ده چي د المان اردو ځان د مخدره توکو سره له مبارزی څخه بيخي بهر ساتي، او هغه افغانانوته ورپريږدي. د المانانو حساب داسی دي چي، که دوي د نشه يي توکو سترو توليدونکو او قاچاق کونکي جنايتکاران ډير پسي واخلي، نو الماني عسکرو ته به خطر له تراوسه څخه زيات شي. نو د همدي لپاره د کوکنارو د کروندو ترڅنګ الماني زره پوښه موټر همداسي تيريږي پرته لدي چي د کوکنارو يو بوټي ته کوم تاوان ورورسوي. د افغانستان له مخدره توکو سره د مبارزي د چارو وزیرجنرال خدايداد وايي چي مګر دا ډيره لنډ فکري ده اوزياتوي .

څه تروريستان اوياهغه کسان چي د مخدره موادو په معاملوکي لاس لری دا ټول هماغه يو ډول شبکي دي . نو الماني عسکر، د المان د بیا رغوني ټيمونه، او د ناتو عسکر بايده دي دوي په نظرکي ونيسي اوځانونه لدي دندي څخه خلاص نکړي. دوي بايد د افغانستان له حکومته سره یو ځاي کاروکړي، ترڅو د نشه يي توکو لابراتوارونه ويجاړ کړي، او د دي موادو حمل ونقل پرينږدي. مونږ بايد د دښمنو له پوځي واحدونوسره د مبارزي په برخه کي هم ګډ کار وکړو.

افغانستان پرته له کومه شکه دترياکو په توليد کي په نړۍ کي له ټولو څخه وړاندي دي .له ترياکو څخه هيرويين هم جوړيږي . يوازي د هلمند له ولايته څخه د کولمبيا په پرتله د نشه يي موادو زيادتره اومه توکي ترلاسه کيږي . د افغانستان په هغي نقشه کي چي د جنرال خدايداد د نشه يي توکو سره د مبارزي د چارو دوزير په دفترکي ځوړنده ده ، د افغانستان ناامنه جنوبی برخه تکه سره رنګ شوي ده . نوموړي وزير وايي چي مبارزه بايده دي له همدي ځايه پیل شي .خودي پدي برخه کي دپرمختګونو په هکله هم څرګندوني کوي او وايي:

زمونږ پدي وروستيو ۵ اويا ۶ کالوکي ډیر برياليتوب په برخه شويدي .په ۲۰۰۵کال کي په ۳ولايتونوکي کوکنار نه کرل کيدل، اوس د دغو ولايتونو شمير ۱۸ ته رسيدلي دي.او سږ کال د دي انتظارلرو چي ۳اويا څلورنورهم پري ورزيات شي . د دي خبري معني دا ده چي د مخدره توکو په وړاندي مبارزه په سمه لاره روانه ده .

او د دي تګ لوري د ساتلو لپاره پيسو ته اړه ده. هغه کروند ګر چي د کوکنارو له کرلو څخه صرف نظرکوي د هغه په وړاندي يو بدل ترلاسه کوي. هر ولايت چي نور مخدره مواد پکي توليد نشي يو مليونه امريکاي ي ډالر د جايزي په توګه ورکول کيږي.


کوستنر/رحيله اميری
کتونکی: يحيی وردک