د القاعدې فعاليتونه په يمن کي ورځ تر بلي ديريږي
۱۳۸۹ شهریور ۸, دوشنبهددې ناوړه حالت د راتلو مسولیت دهغه هیواد د جمهورريیس علي عبدا لله صالح په غاړه دي.
دی د عربو پدې تر ټولو غريب هیواد کي د۳۱ کالو راهيسي حکومت کوي چي ډيراداري فساد يی په منځ کي روان دی.
د وزارتونو ټولي مهمي او پوځي چوکۍ د هغه د کورنۍ دغړيو ترمنځ ويشل سوي دي او په ولايتونو کي د هغو د اوسيدونکو قومونو مشران قدرت لري.
د کورني سیاست له مخه په یمن کي داسي اورونه بل سويدي چي ترکنترول لاندي را وستل يي ډيرستونزمن کار دی. حکومتي پوځونه دهغه هیواد په شمال کي په اصطلاح د هوتي له پاڅون کونکو سره په جګړو لګيا دي او د هغه هیواد عسکر هڅه کوي چي د هیواد په جنوب کي بيلتون غوښتونکي فعاليت کولو ته پرينږدي.
د ۲۰۰۹ کال د پسرلي راهيسي په اصطلاح « دعربو د تاپو وزمي القاعده » چي د سعودي عربو د زورلارو او د يمني جنګياليو څخه جوړه سوې ډله ده هلته فعاله ده. د دوئ په اډه يمن کي چي غرنی او د ډیرو سمڅو او درو خاوند هیواد دی په بسیا کونکي اندازې پټن ځايونه سته.
په صنعا کي سياسي تحليلونکی عبدل ال ايرياني وايي: « القاعده په يمن کي ډیرغړي او ډير پټن ځايونه لري، او د ډيرو ګوزارونو مسولیت ددوئ په غاړه دی. دوئ پخوا د حکومت په ډارولو لاس پوری کړی او بيا به هم پدي کارلاس پوري کړي.»
د یمن حکومت د القاعدې ستونزه تر اصلي کمه ښيی او وايي، چي د هغې د غړیو شمېر یوازي۳۰۰کسه دی. خو د نړيوالو کارپوهانو په عقیده يې شمېر تر دې ډیر زيات دی.
د قاهرې د الاحرام د پوهنتون د سیاسي او ستراتيژیکي مرکز پوه خلیل العناني پدي اړه وايي:
«دوئ لږ تر لږه د زرو او۱۵۰۰ ترمنځ غړي لري. دوئ کومه خلا نلري، بلکي ډیر کسان هلته غړي کيدل غواړي. د ژوندانه د خرابو شرايطو له امله يې د هغه ځای قومونه ملاتړ کوي. که سړی د القاعدې د فعالو په اړه څه ویل غواړي نو ويلای سی چي يوازي په يمن کي يی شمير۱۵۰۰ کسه دی.»
د استخباراتو د وينا له مخه د القاعدې ډيرغړي د افغانستان او پاکستان څخه هم يمن ته تللي. ځکه چي په افغانستان کي دوئ ته امکانات محدود سوي.
دغي تروریستي ډلي ته په يمن کي په وسلو باندي د ځان سنبالول کومه ربړه نده. ځکه چي د نوموړي هیواد څه ناڅه ۲۴ مليونه وګړي د نړيوالو کتونکو په نظر۵۰ مليونه ټوپک ، او تمانچې لري، او په ۵۰۰ ډالره سړی يو کلاشنيکوف اوهغه ته لازمي مرمۍ اخيستلای سي.
عناني پدي اړه وايي:«د وسلو ګرځول د يمن د خلکو د کلتور یوه برخه ده. سړی په بازار کي ډيري وسلې اخيستلای سي د هغو د خرڅولو ډير دوکانونه هلته سته او د بمونود جوړولو لپاره چاودونکي توکي دعدن دخليج د لاري د سوماليا اوهمدغه ډول د سعودي عربستان د لاري د قاچاق په ډول ور وړل کيږي. د نژدې ختيځ د سيمي انفرادي کسان القاعده ژوندۍ ساتي او د هغو ترورتمويلوي».
Peter/ رحيله اميري
کتونکی: نجيب الله زيارمل