1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

« د القاعدې د بیا فعالېدو گواښ شته»

آژانسونه / عبدالحکيم باري۱۳۹۲ اسفند ۹, جمعه

د متحده ایالاتو یو لوړ پوړي قوماندن وایي چي له افغانستان څخه «احتمالا د ټولو امریکایي ځواکونو له وتلو سره» ښایي په دغه هیواد کي د القاعدې د شبکې د بیا فعالېدو خطر ځان سره ولري.

https://p.dw.com/p/1BHHe
انځور: dapd

د امریکا متحده ایالاتو لوړ پوړي پوځي قوماندان، امیرالبحر ولیام میک ریون چي ویل کیږي په پاکستان کي د القاعدې د شبکی د مشر اسامه بن لادن د وژلو د پلان څارنه یې کوله د پنجشنبه په ورځ (د ۲۰۱۴ کال د فبروری ۲۷ مه) وویل چي په پاکستان کي القاعدې خورا کمزوره شوې ده، خو له افغانستان څخه د متحده ایالاتو د بشپړ ځواکونو احتمالي وتلو سره کیدای شي چي په نوموړي هیواد کي القاعده بېرته سر را پورته کړي.

میک ریون چي د ځانگړو عملیاتو قومانداني په غاړه لري استازو د مجلس د د وسلوالو ځواکونو کمیتې ته وویل: « که چیري مونږ خپل حضور صفر ته ورسوو او په افغانستان کي د ځانکړو عملیاتو هیڅ ټولگي پاتي نه شي، نو بیا به ډیره سخته وي چي له دغه گواښ او په دغې سیمه کي د القاعدې د احتمالي بیا راپېدا کېدو له خطر سره مقابله وشي.»

هغه وویل چي کوم خطر چي د القاعدې له خوا موجود دی د پاکستان «په قبایلي سیمو او دغه راز د افغانستان په شمال ختیځ ولایتونو لکه کنړ او نورستان کي زيات دی.»

په داسي حال کي چي د روان میلادي کال تر پایه پوري د متحده ایالاتو د ځواکونو ډیره زیاته برخه وځي، واشنگتن غواړي چي څه ناڅه ۱۰ زره سرتیري هلته پریږدي ترڅو د افغانستان د امنیتي ځواکونو له روزنې سره مرسته وکړي او په عین وخت کي په سیمه کي د القاعدې له خطرونو سره مقابله وکړي.

خو افغان ولسمشر حامد کرزی تر اوسه پوري له دې څخه ډه ډه کړې چي له امریکا متحده ایالاتو سره پلان شوی دوه اړخیز امنیتي تړون لاس لیک کړي، د کوم له مخي چي په قانوني توگه د امریکایي ځواکونو پاتي کېدو ته لاره پرانیځي. په داسي حال کي چي پنتاگون اوس د ټولو ځواکونو د وتلو لپاره پلان جوړوي، ځیني امریکایي چارواکي هیله من دي چی ښایي د افغانستان نوی ولسمشر چي د اپریل د پنځمي نېټي د ټاکنو په پایله کي ټاکل کیږي، ښایي زیات لیوال وي چي نوموړی امنیتی تړون لاس لیک کړي.

د «افغانستان لپاره د القاعدې د یو قوماندان له خوا گواښ»

امریکایي چارواکي په شخصي حلقو کي اعتراف کوي چي د افغانستان په ختیځ کي د امریکایي ځواکونو د حضور ساتل د متحده ایالاتو د پوځي اډو او د پاکستان په قبایلي سیمو کي د مشکوکو ترهگرو پر ضد د بې پیلوته الوتکو د بریدونو په موخه د استخباراتي عملیاتو لپاره حیاتي اهمیت لري.

میک ریون چي د القاعدې خطرونه ارزیابي کوي، د استازو د مجلس پوځي کمیتی غړو ته وویل چي د نوموړي شبکې مشري « ډیره زیاته کمزوره شوې ده»، خو په یمن، شمالي افریقا، سوریه او عراق کي انشعابي ډلې فعالي شوي دي. هغه وویل: « نو په همدې وجه د هغوی له خطر ډېر زیات دی.» هغه یادونه وکړه، خو کوم خطر چي د القاعدې له خوا د امریکا متحده ایالاتو په دننه کي د تیرو پنځو یا لسو کلونو په پرتله، « پرته له یو یا دوو» څخه ډیر لږ دی.

په عین وخت کي امریکایي چارواکو د القاعدې د هغه یو لوړ پوړي غړي نوم بربڼد کړی چي د هغوی د ادعا له مخي د افغانستان لپاره گمارل شوي دي. د اسوشیتد پرېس د خبري آژانس د یو رپوټ له مخي هغوی د فاروق القتاني القطري سړي په نامه نوم اخیستی دی چی ویل کیږي خپلي محلي اړیکي ټینگوي او د القاعدې مجرب زور پالونکي سره راټولوي تر څو د هغې شبکی یو نوی نسل وروزي. امریکایی پوځي او استخباراتي چارواکي وایي چي هغوی په نورستان او کنړ کي د نوموړي او د هغه د پلویانو پر ضد د بې پیلوته الوتکو حملې زیاتي کړي دي. هغوی یادونه وکړه چي هدف دا دی تر څو د روزنو د ستر کمپونو د جوړولو مخه ونیوله شي، کوم چي هغوی د متحده ایالاتو په مشرۍ د نړیوالو ځواکونو څخه مخکي په سیمه کي درلودل.

د سنا د مجلس د استخباراتي کمیتې مشر، مایک روگر وویل چي په افغانستان کي د القاعدې د غړو شمیر زیات شوی دی، خو د څو سوو څخه نه زیاتیږي. هغه وویل: « زه فکر کوم چي هغوی د ۲۰۱۴ کال په پای کي د ټولو ځواکونو وتلو ته انتظار باسي.»