د الجزایر پخوانی ولسمشر د ۸۳ کلونو په عمر ومړ
۱۳۹۱ مهر ۱۶, یکشنبهاعلان
د الجزایر پخوانی ولسمشر شاذلي بن جدید، د شنبې په ورځ په یوه پوځي روغتون کې مړ شوی دئ. دغه خبر د نوموړي هیواد دولتي خبري آژانس ورکړی دئ. بن جدید په ۱۹۹۲م کال کې د یوې پوځي کودتا په ترڅ کې له واک څخه لیری کړای شوی وو. په اوسني وخت کې د هغه عمر ۸۳ کاله وو.
بن جدید په ۱۹۷۹م کال کې د ولسمشر په توگه ټاکل شوی او په دغه هیواد کې د یو شمیر سیاسي ریفرمونو د رامنځ ته کولو له پاره ستایل کیده. خو کله چې په ۱۹۹۲م کال کې یوه اسلامي گوند د پارلماني ټاکنو په لومړي پړاو کې بریا تر لاسه کړه نو د الجزایر جنرالانو بن جدید، له دندې گوښه کړ او د ۱۹۹۲م کال ټاکنې ئې لغوه اعلان کړې.