1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د الجزایر د ناروغه ولسمشر د ځای ناستي په اړه بحثونه

امر عبدالرحماني/نسیم صابر۱۳۹۲ مرداد ۱۳, یکشنبه

د الجزاير ولسمشر عبدالعزيز بوتفليقه له اوونيو راهيسې په بهر کې تر درملنې لاندې دی. د پردې تر شا اپوزيسيون د ځای ناستي په لټه کې هم دی. اسلامپاله ګوندونه هڅه کوي چې له دغه وضعيت څخه ګټه واخلي.

https://p.dw.com/p/19JT2
انځور: picture-alliance/AP Photo

عبدالعزيز بوتفليقه څومره جدي ناروغه دی؟ ډېر خلک دا مهال په الجزاير کې دغه پوښتنه لري. نوموړی ۷۶ کلن ولسمشر په اپريل مياشت کې ناروغه شوی او بيا فرانسې ته ۸۰ ورځې د درملنې له پاره تللی وو. اپوزيسيون چې ډېری له کيڼ اړخو او اسلامپالو ګوندونو څخه متشکل دی، په دې نظر دی چې ولسمشر نور نه شي کولای چې په ۲۰۱۴ کال کې د کاري دورې تر پای ته رسېدو پورې واکمن پاتې شي.

د بوتفليقه ناروغي سياسي اوضاع ترينګلې کوي

د الجزاير اسلامپال اوس په دې لګيا دي چې خپل پلويان سره منسجم کړي. هغوی په ولسمشريزو ټاکنو کې د ښه چانس لرلو انتظار لري، لکه د ۱۹۹۱ او ۱۹۹۲ کال په پارلماني ټاکنو کې چې د «انقاذ اسلامي جبهه» يا FIS په کې مخکښه وه. کله چې د هغوی بريا تر سترګو کېده، پوځ مداخله وکړه او پر ولسمشر شاذلي بن جديد يې فشار راوست چې ټاکنې ودروي او پخپله استعفا ورکړي. په پايله کې لس کلنه کورنۍ جګړه راوټوکېده چې څه باندې ۱۰۰۰۰۰ انسانان په کې ووژل شول.

اوسنی ولسمشر بوتفليقه، چې د هېواد مشري يې د ۱۹۹۹ کال له اپريل مياشتې راهيسې کړې ده، هغه وخت په ملي پخلاينه او د امنيت په ټينګښت کې مرسته وکړه، خو د مخالفينو په اند دی يوازې د هغه پوځ لاسپوڅی وو چې په هېواد کې ټول اقتصادي امکانات په لاس کې لري.

فاتح الربيحي د اسلامپاله نهضه غورځنګ مشر دی، هغه له دويچه ويله سره په خبرو کې وويل: «د هېواد سياسي مشرتابه له کلونو راهيسې له اتباعو څخه فاصله نيولې ده. د ولسمشر ناروغي او د هغه نه شتون دغه حالت لا ترينګلی کړی دی.»

حاکم ګوند پر عادي حالت ټينګار کوي

واکمن د ملي آزادۍ جبهه يا FLN حالت عادي بولي. د هغوی وياند عبدالرحمان بلعيد وايي چې «سره له دې چې ولسمشر نشته، خو بنسټونه د تل په څېر کار کوي. قوانين تصويبيږي او ټولې برخې سم فعاليت کوي.»

بلعيد زياتوي چې د ولسمشر د ناروغۍ سره سره د بوتليقه وروسته دورې په اړه د خبرو کولو وخت لا نه دی راغلی. بوتفليقه ډېر ورو بېرته د جوړېدو په حال کې دی. نوموړی بايد د ده په خبره پخپله پرېکړه وکړي چې آيا دی په ۲۰۱۴ کال کې ځان کانديدوي که نه. بلعيد زياتوي چې د ده ګوند په ټاکنو کې ډېر ښه چانس لري.

په ټاکنو کې له درغليو څخه وېره

اپوزيسيون بيا د حاکم ګوند جرأت د دې نښه بولي چې په راتلونکو ټاکنو کې به د شفافيت اصل نه مراعاتيږي. د نهضه ګوند وياند الربيحي وايي چې دی اندېښمن دی چې په ټاکنو کې ښايي لاسوهنې او درغلۍ وشي.

د ۲۰۱۱م کال د لاریونونو په ترڅ کې احتجاج کوونکو د ولسمشر بوتفلیقه د لیرې کیدو غوښتنه کوله
د ۲۰۱۱م کال د لاریونونو په ترڅ کې احتجاج کوونکو د ولسمشر بوتفلیقه د لیرې کیدو غوښتنه کولهانځور: picture alliance/dpa

د آلمان د مونستر پوهنتون د سياسي چارو کارپوه، دانيل بوګنر وايي چې د راتلونکي کال ټاکنې کېدای شي «له مخکښه قشر سره د ولس د نارضايتۍ د راڅرګندېدو باعث وګرځي.»
بوګنر زياتوي چې اسلامپال ګوند يوازینی داسې سياسي ځواک دی چې له عامو وګړو سره تړاو لري. خو هغه په هېواد کې د حاکمو ټولنيزو ستونزو او ترينګلتيا سوله یيزه حل لاره نه لري چې له دې کبله هغه هم بديل نه دی. بوګنر وايي:

«علت يې دا دی چې هغوی د دې ظرفيت نه لري چې هېواد ته د پرمختګ داسې يو مودل وړاندې کړي، چې اداري فساد ختم، ټولنيز عدالت تامين او اوږدمهاله مشروعيت تر لاسه کړي.»

د ډېرو معدني زېرمو او پراخو نفتو په لرلو سره سره په الجزاير کې ټولنيز توپيرونه ډېر ژور دي. دغه ټولنيزه ترينګلتیا هر وخت راوتلی او څرګندېدای شي. دوه کاله مخکې په الجير او نورو ښارونو کې پراخ لاريونونه تر سره شول. خو عربي پسرلی رانه غی. د الجزاير د چارو د کارپوه بوګنر په خبره دا ځکه چې حکومت په عامو وګړو باندې په عاجل ډول پيسې وېشلې وې.