1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د اقليم ساتلوجهاني شورا IPCC څشي ده ، او څنګه کار کار کوي

۱۳۸۸ بهمن ۱۲, دوشنبه

د 21 کالونو راهيسي د هوا واقليم ساتني نړيواله شورا IPCC موجوده ده . دنده يې دا ده، چې د نړيوال اقليم او هوا د بدلون په هکله، د پوهانو او هم اړوندو ټولنو معلومات راټول کړي، وسپړي او پايلي يې سره يو ځای

https://p.dw.com/p/LoPC
انځور: picture-alliance/ ZB

په تېره بيا د سياسي پرېکړه کوونکو په وړاندي کښيږدي . د دوی کار په 2007 ميلادي کال کې د نوبل د صلحي جايزه هم تر لاسه کړه : د امريکې د متحده ايالتونو يوه پخواني مرستيال اولسمشر او نامتو چاپېريال ساتونکي الگور Al Gore په اوسلو کې د نوبل نوموړې جايزه د اقليم ساتني له نړيوالي ټولني سره په دې دليل شريکه لاس ته وروړه چې وايي : د دوی دا هڅي چې د انسانانو لخوا د اقليم بدلېدو علتونه وڅيړي او د هغه د ناوړه عواقبو د کمښت په خاطر لازم تدبيرونه په گوته کړي .

مخکې ياد شوی IPCC مرکز په 1988ميلادي کال کې د ملگرو ملتونو د اقليم ساتني د پروگرام UNEP او د نړيوالي هواپېژندني د ادارې WMO لخوا جوړ شو. دا د څو هېوادونو شريکه ډله ښايي د اقليم او آب وهوا په برخه کې د نړيوالي ټولني د هواساتني د کمسيون په غوښتنه سره، په نړۍ کې د اقليم د بدلون په اړوند مربوط معلومات راټول کړي، ويې څېړي او بيا ورڅخه يو رپوټ جوړ او خپور کړي . پر دې معلوماتو باندي د نړۍ په گوټ گوټ کې له 2500 تنو څخه زيات کارپوهان د خپلي خوښي وړيا څېړني کوي، چې پايلې يې د دريو کارمندو ډلو لخوا په يوه رپوټ کې راټوليږي .

لومړۍ کاري ډله د اقليمي سيستم او هوا بدلون پر علمي اړخ کار کوي . دوهمه ډله د هغه ټولنيزاقتصادي اړخ څېړي . دريمه ډله بيا د هوابدلېدو د ناوړه عواقبو د مخنيوي په غرض تدبيرونه سنجوي . پر دې 3 ډلو برسېره يوه بله ډله هم سته چې د کار ډله يا Task Force نوميږي، کومه چې له اقليم سره د اړوندلرونکو معلوماتو پر سر کار کوي . مثلاً په ځانگړو ځانگړو هېوادونو کې د کاربن دای اکسايدن د توليد د جاج اخيستلو يو نړيوال ستندرد.

په ژنيو کې د IPCC سکرتريت د هواساتني او اقليم د څېړونکو لخوا ډول ډول راټول شوي معلومات سره تنظيموي . تر اوسه پوري څلور رپوټونه خپاره شوي - چې وروستی يې په 2007 ميلادي کال کې وو. څلورم رپوټ د هغو حقيقتونو پخلی کړی، چې په دريو مخکنيو رپوټونو کې راوړل شوي وه. مگر د هواساتلوپه هکله د زيات شمېر رپوټونو په نظر کې نيولو سره، دا واقعيت هم په ډاگه شوی، چې که چېري په وخت سره تدبير ورته ونه نيول شي، نو بيا به اقليمي ناورين ډېر ژر خپلي اغېزي کوي . په څلورم رپوټ کې يو ښه خبر هم سته او هغه دا چې : تدبيرونه او د کاربن دای اکسايد د کم توليد اندازه له پخوا څخه ډېر او بهتره شوي - او تخنيکي امکانات هم موجود دي .

کله چې د IPCC لخوا د کوم رپوټ مسوده ليکل کيږي، لومړی څېړنې او ملاحظې ته ورکول کيږي . د نړۍ په هر ځای کې موجود پوهان کولی شي، په هغه کې اصلاحات او نوي څېزونه ورزيات کړي . له هغه وروسته دا رپوټ د IPCC د سکرتريت لخوا منل کيږي او خلاصه يې ليکل کيږي، هغه چې بيا د هواساتني د تړون د لاسليک کوونکو ټولو غړو هېوادونو تر کتنه تېريږي .

د نړيوال اقليم د څرنگوالي پنځم رپوټ به د 2014 ميلادي کال په مني کې راووزي . د اقليم ساتني د نړيوال تړون له غړو هېوادونو څخه غوښتل شوي، چې د دې کار د پاره همدا اوس خپل پوهان ونوموي .

هېله يپيسن/ عارف وردګ

کتونکی : محمد قاسم نوري