1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

"د اقليم بدلون به د خلکو د روغتيالپاره هم ورانونکي عواقب ولري"

۱۳۸۷ فروردین ۱۹, دوشنبه

اوس داټکی درک شوی، چې اولا اقليم بدليږي او ثانيا د دغه بدلون سبب انسانان دي.

https://p.dw.com/p/DdLA
وچکالی په افغاسنتان کې
وچکالی په افغاسنتان کېانځور: AP

ارقام هغه ورانونکې اغېزې تا ييدوي، چې کاربن دای اکسايد، د مېتان اونورګازونه يې پراتموسفيراوپدې توګه پراقليم باندې لري:
له هغه وخت راهيسې، چې د تودخي درجه په نړيواله توګه ثبتيږي، ترټولوتاوده دوولس کلونه د ۱۳۷۴ او ۱۳۸۵ کلونوترمېنځ وو.

په وروستۍ لسيزې کې د نړيوالووچکاليواو د افراطي جوي پېښو، لکه طوفانونوشمېرهم ډېر شوی دی. د روغتيا د نړيوالې ټولنې ( ډبليو اېچ او ) د اټکل له مخې، په ۱۳۸۲ کال کې د افراطي تودخې له کبله په اروپاکې تر ۷۰۰۰۰ پورې انسانان مړه شول. د روغتيا د نړيوالې ټولنې ( ډبليو اېچ او ) د روغتيا، امنيت اوچاپېريال د څانګې د مديرمرستيال ډېويډ " های مېن " وايي، چې خبره، په لومړي ګام کې د هغوبدمرغيوپه هکله هم ده، چې ورو ورومېنځته راځي:" مونږ يوڅوځلې وليدل، چې د اقليم بدلون څنګه زمونږچاپېريال اغېزمن کوي.

وباوې يې يوه پايله ده، خو داسې ستونزې، لکه د هوا ککړتيا، د څښاک پاکې اوبه او د خوړو د توکوبنسټيزه پالنه پر روغتيايي سيستمونوباندې اغېزه کوي. پدې کې شک نشته، چې د اقليم بدلون به د خلکو د روغتيالپاره هم ورانونکي عواقب ولري. "

د تودوسيموناروغۍ لکه ملاريا نن لاتريوه حده د ځمکې په شمال او په لوړوپرتوبرخوکې خپريږي. پدې توګه په ۱۳۸۶ کال کې په ايتالياکې د چيکون ګويا د تبې څوپېښې مېنځته راغلې، هغه ناروغي، چې اصلاصرف په تودويا حاره سيموکې مېنځته راځي. د تودوسيمو نورې ناروغۍ هم په هغوکلونوکې، چې دوبي يې تاوده دي په اروپاکې خپريږي. د بېلګې په توګه يوه ناروغي، چې د ژېړې تبې په نوم مشهوره ده. ډېويډ " های مېن " وايي، خو د دغو ناروغيواصلي عواقب صنعتي هېوادونوته متوجه ندي.:

" اکثرابه مخ پرودې هېوادونه، اوتر ټولومخکې بياترټولوبېوزلي مخ پرودې هېوادونه، د اقليم د بدلون روغتيايي عواقب احساس کړي. اولا ځکه، چې هغوي بې لدې هم د هغوناروغيوله کبله ترټولوډېر ځوريږي، کومې، چې د غوماشواونوروحشراتوله خوانوروانسانانوته ورانتقال کيږي. ثانيا ځکه، چې د دغو هېوادونو د حفظ الصحې اوروغتيا سيستمونه ترټولوخراب دي. اوپه دغوهېوادنوکې به هم لدې کبله ترټولولوی زيان بېوزلووګړوته ورسېږي ـ په لومړي ګام کې ماشومانواوښځوته . "

لدې کبله د روغتيانړيواله ټولنه ( ډبليو اېچ او ) په لومړي ګام کې د روغتيايي سيستمونو د عمومي پراختياپلوي کوي، په مخ پرودې هېوادونوکې هم. د ډېويډ " های مېن " په عقيده، يوازې په هغه صورت کې، چې د خلکوبنسټيزه پالنه مېنځته راشي، سړی د هغو نوٍٍيو ناروغيومخه نيولای شي، چې د اقليم د بدلون له کبله مېنځته راځي.

عموما ترنن ورځ پورې لاداخبره نه منل کيږي، چې د اقليم او ناروغيوترمېنځ اړيکي شته ـ اوپدې توګه د اقليم د بدلون اوروغتياترمېنځ. خوله نړيوالې همکارۍ پرته به د کولرا، محرقې اوملارياپه شان ناروغۍ لاډېرې شي. د روغتيا د نړيوالې ټولنې ( ډبليو اېچ او ) د روغتيا، امنيت اوچاپېريال د څانګې د مديرمرستيال ډېويډ " های مېن " زياتوي، څرنګه، چې وباوې د هېوادونو د پولوپروا نلري اوپه يوه هېواد کې نه پاتې کيږي، نودا د شتمنوهېوادونوپه ګټه هم ده، چې روغتيايي سيستمونه په ټولې نړۍ کې لاپراخ او لاښه کړي.