1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د اقتصادي بحران له کبله يو مليارډ انسانان د لوږي سره مخامخ دي

۱۳۸۸ تیر ۲, سه‌شنبه

او دملګرو ملتو غذايي پروګرام WFP د لوږي سره د مبارزې په خاطر پوره پيسې نلري ...

https://p.dw.com/p/IXSV
انځور: picture-alliance/ dpa

د برلين د ملګرو ملتو د غذايي پروګرام WFP رييس رالف سويډهوف د جرمني د راډيو کلتور سره په مرکه کښي پرون وويل چه دغه سازمان د 2009 کال د بودجې څخه تر اوسه پوري يوازي 25 فيصده پلاس کښي لري .

دی وايي چه ددې تشويش موجود دی چه د اقتصادي بحران له کبله به دولتونه نور دغه سازمان ته يا هيڅ پيسې ورنکي ،او يا لږ ورکي . اودغه سازمان به هم بيا ونسي کولای چه په ټوله جهان کښي د لوږي سره مبارزه وکي .

ځينو دولتو لکه ايټاليا ،آيرلينډ او فرانسې همدااوس لا ددغه سازمان کومکي پيسې کمي کړيدي .

سويډ هوف د ملګرو ملتو د اقتصادي او مالي سرمشريزي په مخکښي وويل چه دغه پيسې د اقتصادي بحران سره د مبارزې په لار کښي د مصارفو په نسبت يوه خنداآوره اندازه ده ،او که سړی مثلأ په جرمني کښي يوازي هغه کومکواو پيسو ته وګوري چه د Hypo Real Estate د بانک سره کيږي ، نو دهغه دوه فيصده کفايت کوي ،چه د ټولو وږو کوچنيانو سره د مکتبو د لاري د ډوډۍ او غذا کومک وسي .

دی اضافه کوي ،«په زياتيدونکي ډول سره کوچنيان زموږ مرستو ته مجبوريږي ،خو سربيره پر هغه يعني د جولای پر اوله باندي هم موږ زموږ د بودجې 25 فيصده په اختيار کي لرو . دا کار موږ د سختو مشکلاتو سره مخامخ کوي ،او موږ يوازي يو مثال يو . خو زموږ ډيره بيره طبعآ ددې څخه ده چه د ډيرو دولتو د کومک کولو بودجې حذفيږي يا کميږي ، لکه دايټاليا ،آيرلينډ او فرانسې دا ،او خپلي هغه وعدې يې چه بايد په کومکي بودجو کښي زياتوالي راولي ،او يا يې لږ تر لږه پر خپل حال پريږدي ، هيري کړي دي . »

د ملګرو ملتوسازمان خبرداری ورکړی دی چه د اقتصادي بحران له کبله يو مليارډ انسانان د لوږي سره مخامخ دي ،او بايد ورسره عاجله مرسته وسي .

سويډهوف بيا وايي ،«چه که دغه دولتونه د اقتصادي بحران سره د مبارزې يوازي دوه فيصده پيسې د ملګرو ملتو غذايي پروګرام WFP ته ورکي ،نو هغه نه يوازي کفايت کوي چه دټولو کوچنيانوسره د لوږي په ليري کولو کښي کومک وسي ،بلکه دوی ته به د ښووني او روزني زمينه برابره او يوه ښه آينده مساعده سي، چه بيا به نو د لوږي سره مخامخ هم نسي . »

PA/DLR

کتونکي : محمد قاسم نوري