1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د افغان ښځينه پوليسو شمېر ۱۲۰۰ تنو ته ورسېدی

۱۳۸۹ آبان ۹, یکشنبه

په داسي حال کي چي د افغانستان د ملي پوليسو او ملي پوځ ليکو ته د سرتيرو د جذبولو لړۍ د تيرو نهو کلونو په پرتله اوس ډيره چابکه سوي، خو د کورنيو چارو وزارت وايي چي دوی د ښځينه پوليسو له کمښت سره مخ دي.

https://p.dw.com/p/Puua
يوه ښځينه پوليسه په کندهار کي د کليوالو سره چای څښي
يوه ښځينه پوليسه په کندهار کي د کليوالو سره چای څښيانځور: AP

دمګړۍ په ډيرو مواردو کي هغه دندي چي بايد ښځينه پوليسي يې تر سره کړي د نارينه پوليسو په غاړه دي.

د تلاشيو په پوستو کي د ښځو تلاشي کول او همدا راز د عملياتو پرمهال د کورنو د تلاشۍ چاري چي د افغاني کلتور له مخي يي بايد ښځي تر سره کړي اوس تر ډيره بريده د نارينه سرتيرو له لوري تر سره کيږي.

افغاني ټولنه چي پکښي د نارينه وو له لوري د ښځو تلاشي کول عيب ګڼل کيږي تر بل هر وخت ډير د پوليسو په ليکو کي ښځينه سرتيرو ته اړتيا ليدل کيږي.

د کورنيو چارو وزارت وايي چي دمګړۍ شاوخوا ۱۲۰۰ تنه ښځينه پوليسي د کورنيو چارو په چوکاټ کي دندي پرمخ بيايي او دغه شميره اوسنيو اړتياوو ته په کتو سره ډيره ټيټه ده.

د کورنيو چارو وزارت وايي چي تر اوسه پوري ۲۰۵ تنه ښځينه پوليسو ته د آلماني، فرانسوي او امريکايي ښونکو له لوري په بيلا بيلو برخو کي پوليسي زدکړي ورکړل سوي او ټولي کولای سي چي په تومانچي او کلاشينکوف ډزي هم وکړي.

د کورنيو چارو وزارت د جندر او بشري حقونو د څانګي د مرستيال جنرال سيد عمر صبوري په وينا، په نوو فارغو سوو پوليسو کي د افغانستان د بيلا بيلو مليتونو نجوني شاملي دي.

خو هغه څه چي په ښځينه پوليسو کي ډير کم تر سترګو کيږي هغه د ښځينه پوليسو په ليکو کي د پښتنو ښځينه پوليس سرتيرو شتون دی.

جنرال صبوري هم دغه ستونزه ومنله او زياته يي کړه چي ډير لږ پښتانه خپلي خور او لور ته اجازه ورکوي تر څو د پوليسو په ليکو کي کار وکړي.

رسمي شميرې ښيي چي د افغان ملي پوليسو شمېره تر سلو زرو اوړي او دا چي په دغه شمير کي ۱۲۰۰ تنه يي ښځينه دي دا ښيي چي ښځي په پوځ کي له کارکولو سره ډيره لږ مينه لري.

ميرويس جلالزی/ کابل

کتونکی: نجيب الله زيارمل