1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

"د افغان ځواکونو کمول به فاجعه رامنځ ته کړي"

۱۳۹۰ بهمن ۲۹, شنبه

د افغانستان د دفاع وزیر د جمعې په ورځ وویل چې د متحده ایالاتو هغه وړاندیز چې غواړي له ۲۰۱۴ کال وروسته د افغان امنیتي ځواکونو شمیره راټیټه کړي، کیدای شي چې د یوې فاجعې لامل شي.

https://p.dw.com/p/145IH
انځور: AP

جنرال عبدالرحیم وردک له وال ستریت ژورنال سره په یوه مرکه کې د متحده ایالاتو د هغه وړاندیز په اړه اندیښنه څرگنده کړه چې غواړي له ۲۰۱۴ کال وروسته د افغان ځواکونو شمیره له ۳۵۲۰۰۰ څخه ۲۳۰۰۰۰ ته راټیټه کړي.

د افغانستان د دفاع وزیر جنرال عبدالرحیم وردک، وویل چې له ۲۰۱۴ کال وروسته د امنیتي وضعیت وړاندوینه هیڅوک نه شي کولای. هغه زیاته کړه: «اوس هیڅوک نه شي کولای چې ووایي چې له ۲۰۱۴ کال وروسته به د افغانستان امنیتي وضعیت څرنګه وي.»

وردک وویل چې د افغان ځواکونو د شمیرې راټیټول باید د افغانستان پر شرايطو پورې تړلي وي. که نه نو د هغه په خبره به په افغانستان کې بیا فاجعه رامنځ ته شي. وردک زیاته کړه چې دا به په افغانستان کې د وروستیو کلونو لاس ته راوړنې له ګواښ سره مخامخ کړي.

له ۲۰۱۴ کال وروسته د افغان ځواکونو د شمیرې د راټیټولو وړاندیز په بروکسل کې د ناټو د غړو هیوادونو د دفاع وزیرانو په غونډه کې تر خبرو لاندې نیول شوې وو. د دغه وړاندیز د جوړیدو خبره یوه امریکایي چاروکی هم منلې ده خو ویلي ئې دي چې تر اوسه پورې دا مسئله یوازې د امریکا لخوا وړاندیز شوې ده او باید د ناټو نور غړي هم ورسره موافقه وکړي.

دا په داسې حال کې ده چې د آلمان د دفاع وزیر توماس دیمزیر، چې اوس په متحده ایالاتو کې دئ له ۲۰۱۴ کال وروسته د افغان امنیتي ځواکونو د شمیرې د راټیټولو په اړه اندیښنه ښودلې ده.

دیمزیر له خپل امریکایي سیال سره په یوه غونډه کې ویلي دي چې وروسته له هغې چې په افغانستان کې د ځواکونو شمیره راټیټه شي نو یو شمیر افغانان چې د نړیوالو ځواکونو له خوا روزل شوي دي به بیکاره شي. دیمزیر دا پوښتنه مطرح کړې ده چې د بیکاره شوو کسانو له پاره به څرنگه د کار شرایط مساعد شي.

مسعود جهش (اسوشیتید پریس، فرانس پرس)
کتونکی سید ریاض