د افغان ورزشکارانو تود هرکلی وشو
۱۳۹۱ مرداد ۲۴, سهشنبهد سه شنبې په ورځ(۲۰۱۲ کال د اگست ۱۴) افغانانو د خپلو ورزشکارانو تود هرکلی وکړ. دوی د ورزشکارانو د الوتکي تر رارسېدو څو ساعته دمخه د کابل هوايي ډگر ته ور وتلي ول.
د کابل په نړيوال هوايي ډگر کي تر تاوده هرکلي وروسته افغان ورزشکاران د هيوادوالو په بدرگه غازي لوبغالي ته ولاړل او هلته ورته ځانگړي ورزشي او تفريحي مراسم نيول شوي ول.
افغانستان د لندن د المپیک په لوبو کې یوازي یو د برونزو مډال وگاټه. دغه مډال افغان ورزشکار روح الله نیکپا د تکواندو په څانگه کې د ۶۸ کلیو وزن لرونکو ورزشکارانو په ډله کي وگاټه.
دا د افغانستان په تاریخ کې د المپیک په لوبو کي دوهم مډال دئ. تر دې مخکې هم نیکپا په ۲۰۰۸ کال د بیجینگ د المپیک په لوبو کې د برونزو یو مډال گټلی وو.
کله چې روح الله نیکپا په ۲۰۰۸ کال کې د برونزو مډال وگاټه، هغه د افغان دولت او خلکو له خوا ډیر تشویق شو. او هغه د ورزش په برخه کي د اتل نوم ورکړل شو.
نیکپا وایي چې د المپيک مډالونو د هغه ژوند بدل کړی دئ. هغه زیاتوي چې په دې باندي ویاړي چې دی په دې توانېدلی دئ، چي د افغانستان بیرغ په نړیواله کچه ورپوي.
ده ته د لندن د المپيک په لوبو کښي تر بريا وروسته ولسمشر کرزي د تليفون پر ليکه په هغه ورځ مبارکي ورکړه.
له نیکپاه سره پنځه نور افغان ورزشکاران هم د لندن د المپیک په لوبو کې د گډون له پاره تللي ول خو د هغوی له ډلي څخه یو ئې هم و نه توانید چې مډال وگټي. خو افغانان دغه ورزشکاران هم اتلان بولي.
د هغوی په ډله کې نثار احمد بهاوي، د ډیرو افغانانو او نړیوالو پام ځان ته را واړاوه. دا ځکه چې هغه د خپلي راسته پښې پر سخت درد سربیره هم لوبه وکړه او له دریو لوبو څخه ئې یوه وگټله.
دا ځل د المپیک په لوبو کې د افغانستان ورزشکارانو یوه بله ځانگړتیا هم لرله. هغه دا چې په دغه لوبو کي د گډون له پاره د لومړي ځل له پاره یوه افغانه ورزشکاره تهمنه کوهستاني، هم تللې وه. کوهستاني د ځغاستې په سیالیو کې گډون وکړ، خو د بريا چانس ئې نه درلود.
آژانسونه/ مسعود جهش
کتونکی: نجیب الله زیارمل