1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د افغان هوايي ځواک روزنه چټکه شوې

۱۳۹۵ آبان ۴, سه‌شنبه

په داسې حال کې چې وسله والو طالبانو خپلو يرغلونو ته روز ورکړی، افغان امنيتي ځواک پر خپل ځوان هوايي ځواک تکيه کوي او د خپلو لوېديځو متحدانو په مرسته یې د پيلوټانو روزنه چټکه کړې ده.

https://p.dw.com/p/2RfTm
Afghanistan Militär USA
انځور: DW

افغانستان يو وخت  د شوروي اتحاد په ملاتړ د پياوړي هوايي ځواک خاوند وو، خو په ۱۹۹۰م لسيزه کې د کورنۍ جګړې پر وخت او بيا وروسته د طالبانو د واک پر مهال دغه ځواک ته سخت زيان ورسېد.

په داسې حال کې چې افغانستان د ګوتو په شمار ميګ جنګي الوتکي درلودلې، لويديځوالو ځواکونو په ۲۰۰۷م کال کې د هوايي ځواک په بيارغونه پيل وکړ.

کيپټن جيمز سمت، چې د امريکايي ځواک د438th Air Expeditionary Wing, یا د امريکايي پوځ د هغه قطعې ویاند دې چې په افغانستان کې د هوايي ځواک روزنه کوي، وايي: «دمګړۍ په افغان هوايي ځواک کې ۷۸ روزل شوي او کار ته چمتو هوايي عمله لرو.»

خو اوس هم لا ډير کار پاته دی. د افغانستان هوايي ځواک اوس کابو۱۰۰ الوتکې لري چې پکښې ۲۷  MD-530 ډوله څرخۍ او شل کوچنۍ الوتکې شاملې دي، لکه د برازيل ساخت  A-29 Super Tucanos چې په لاتين امريکا کې زياتره وخت د مخدره موادو پر ضد مبازرې په ترڅ کې ترې کار اخيستل کيږي. سربيره پر دې افغان هوايي ځواک ۵۰ روسۍ Mi-17 باروړنکې څرخۍ الوتکې هم لري.

جيمز سمت زياتوي: «په کابل، کندهار او شينډنډ کې د پوځي ځواک د مقرونو په درلودو سره وسله وال مخالفان په دې پوهيږي چې افغان هوايي ځواک د هېواد په هره برخه کې بريدونه کولای شي.»

طالبانو په دې وروستيو کې خپلو بريدونو ته زور ورکړی او په ۲۰۱۴م کال کې د بهرنيو ځواکونو تر وتلو وورسته يې یرغلونه اوج ته رسېدلي دي. په ۲۰۱۵م کال کې حکومتي ځواکونو تر۵۰۰۰ زيات تلفات درلودل.

د پيلوټانو د روزني ترڅنګ ناټو هڅه کوي چې افغان هوايي ځواک پر ځمکه هم د هوايي تکتيک (ATAC) همغږي کوونکي ولري.

له همدې امله د لوګر په دښته کې د ځوانو پيلوټانو او د راتلونکي هوايي تکتيک د همغږي کوونکو روزنه روانه ده. دوی ته چي د الوتکي مځکنۍ «سترگي او غوږونه» ويل کيږي، د ورځې پنځه تنه روزل کيږي.

روزونکی ډګروال اندريو جانسن، په دې اړه وايي: «کله چې سړی په الوتکه کې وي نو دا ډيره مشکله ده چې پوه شي چې پر ځمکه څوک دي. له همدې امله سړی يوه بل تن ته اړتيا لري چې ووايي دلته څوک دي او څوک نشته.»

خو د افغان هوايي ځواک د زيات فعاليت سره سره بيا هم تلفات ډېر دي. د ملګرو ملتونو په حواله د روان میلادي کال د جنوري مياشتي له لومړۍ نیټې راهیسې په هوايي بريدونو کې ۱۳۳ تنه ملکيان وژل شوي او ۱۵۹ ژوبل شوي دي چې دا د ۲۰۱۵م کال په پرتله ۷۲ سلنه ډېرښت ښيي او د دوه پر دريمه برخه تلفاتو مسئوليت د افغان هوايي ځواک پرغاړه دی.

خو افغان ځواکونه ئې دليل په ملکي کورونو کې د وسله والو طالبانو پټېدل ښيي.

دمګړی افغان هوايي ځواک کې د شامليدو په موخه په کابل کې د هوايي ځواک اکاډمۍ ته د ۱۸۰۰ او ۲۰۰۰ تر منځ ځوانانو غوښتنليکونه استولي دي. له دوی څخه به د ۱۰۰ په شا او خوا کې ځوانان جلب شي چې د افغانستان د ملي امنیت ادارې له خوا بايد وارزول شي او بايد دوه نور افسران یې تضمين وکړي چې دوی له دښمن سره هيڅ کومه اړيکه نه لري. دمګړۍ په اکاډمي کې شپږ تنه ښځې هم روزل کيږي.