1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د افغان مهاجر پروژه «بې پلوټه الوتکې د مهاجرو له پاره»

آژانسونه / ا.و.ا.۱۳۹۵ شهریور ۳, چهارشنبه

افغان مهاجر مهدي صالحي د کښتيو د مهاجرو سره د مرستي له پاره د بې پلوټه الوتکو يوه پروژه پېل کړې ده. دغه کس پخپله په ۲۰۰۱ کال له افغانستان څخه مهاجر سوی او له ترکيې څخه د اوبو په لار يونان ته رسېدلی ؤ.

https://p.dw.com/p/1Jo65
Griechenland Flüchtlinge aus Eritrea vor Rhodos
انځور: picture alliance/AP Photo

د افغانستان سره تړاو درلودونکي امريکا مېشته افغان د «بې پلوټه الوتکي د مهاجرو له پاره» پروژه پر مخ بيايي. دغه ځوان چي اوس ۳۳ کلن دی په ۲۰۰۱ کال له افغانستان څخه وتلی او د ترکيې څخه د اوبو له لاري د يونان ليسبوس ټاپو ته رسېدلی ؤ. هغه د ۲۰۱۲ کال راهيسي په امريکا کي ژوند کوي او د متحده ايالاتو په «پارسن سکول آف ډيزاين» نومي پوهنتون کي يې خپله ماسټري ترلاسه کړې ده. د نوموړي د پروژې پر وېبپاڼه ليکل سوي چي صالحي د طالبانو له رژيم څخه تښتېدلی ؤ.

صالحي دوه کاله په شخصي توګه په ډرون يا بې پلوټه الوتکو کي څېړنې وکړې او د دغو الوتکو د رهنمايي کولو ازمويني يې وکړې. دغه افغان د کښتۍ په مرسته له ترکيې څخه و يونان ته د اوښتونکو مهاجرو سره مرسته کول غواړي او د دې له پاره يې د بې پلوټه الوتکو خپله ياده پروژه پېل کړې ده چي يو شمېر نور کسان هم ورسره ملګري دي.

دغه افغان تياري بې پلوټه الوتکي رانيولې او په هغوی کي يې کمرې، د تماس نيونې آلات او نور تخنيکي وسايل اضافه کړل، تر څو د دغو بې پلوټه الوتکو په مرسته د ترکيې او يونان تر منځ د اوبو او پکښي د پرلاري مهاجرو څارنه ممکنه سي. د دغو الوتکو د ازمويلو له پاره صالحي د خپلو همکارانو سره يوځای د يونان هغه ټاپو ته ولاړ، کوم ته چي نوموړی په خپله ۱۵ کاله تر مخه د مهاجر په توګه رسېدلی ؤ. صالحي د يونان په لېسبوس ټاپو کي خپله بې پلوټه الوتکه ازمويلې ده.

د صالحي دغه پروژه غواړي چي د شپې او ورځي پر وخت له هوا څخه په اوبو کي د مهاجرو تګ راتګ وڅاري او دغه انځورونه په ژوندۍ توګه د انټرنټ په مرسته تر مرستندويه او احتمالي کومک کوونکو ته ورسوي. د دغو معلوماتو په مرسته به په اضطراري حالاتو کي مرستندويان په آسانۍ سره وکولای سي چي په اوبو کي د مهاجرو موقعيت او وضعه معلومه کړي او په چټکۍ ورته مرسته ورسوي. په دغه پروژه کي د صالحي سره د کيرسټن کېرش هم ملګرې ده.

مهدي صالحي وايي چي دا ډېر مهم کار دی چي د مهاجرو سره د مرستي په ترڅ له بې پلوټه الوتکو څخه کار واخيستل سي. خو د هغه دغه پروژه لا تر اوسه ازمويښتي بڼه لري.

پر ورته موضوع یو انځوريز البوم زموږ له آرشيف څخه (26.05.2016):