1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د افغان پناه غوښتونکو ۴ ماشومان ډوب سوي

آژانسونه/ احمد ولي اڅکزی۱۳۹۴ آذر ۶, جمعه

د ترکيې په ساحلونو کي د پناه غوښتونکو دوې کښتۍ ډوبي سوي دي. د راپورونو له مخي په دغو پيښو کي ۶ ماشومان ډوب سوي دي چي۴ يې افغانان ښوول سوي دي.

https://p.dw.com/p/1HDQI
انځور: Reuters/A. Konstantinidis

د ترکيې دولتي رسنيو خبر ورکړی دی چي د پناه غوښتونکو د دوو کښتيو د ډوبېدو له امله ۶ ماشومان ډوب سوي دي. د راپورونه له مخي دغه کښتۍ چي د یونان پر لور رواني وې د هوا د خرابوالي او توپاني څپو له کبله ډوبي سوي دي. يادي کښتۍ د ترکيې ساحلونو ته نژدې ډوبي سوي دي.

يوه له لرګي څخه جوړه سوې کښتۍ چي پکښي ۲۰ پناه غوښتونکي سپاره ول، ډوبه سوه. د دغي کښتۍ د ډوبيدو لامل خراب موسم او ناآرمه درياب بلل سوی دی. د جمعې په ورځ (۲۰۱۵م کال د نوامبر ۲۷مه) دغه کښتۍ د يونان د کاوس ټاپو ته روانه وه.

د ترکيې دولتي آژانس انادولو راپور ورکړی چي د دغې کښتۍ اکثره سپارلي په دې وتوانېدل چي د مرستندويانو په مرسته وچي ته ځان ورسوي. خو يوه ماشومه نجلۍ چي عمر يې ۴ کاله وو او د هغې يو کلنه خور په دغه حادثه کي ډوبي سوي دي. د دغو ډبو سوو نجونو هويت لا روښانه سوی نه دی.

د انادولو خبري آژانس د خبر له مخي دوهمه کښتۍ چي ۵۵ پناه غوښتونکي پکښې سپاره ول تر لومړۍ پيښي څو ساعته وروسته ډوبه سوې ده. ويل سوي دي چي په دغه کښتي کي اکثره سپارلي د افغانستان او سوريې ول.

په دغه پيښه کي ۴ افغان ماشومان ډوب سوي دي. دغه حادثه د ای واچيک په اوبو کي رامنځ ته سوې ده چي د پناه غوښتونکو له خوا و ليسبوس ټاپو ته د رسېدلو له پاره د لاري په توګه استعماليږي.

اروپا ته د مهاجرت په اړه نور راپورونه دلته لوستلای سئ.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب