1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د افغان مهاجرو د بيرته لېږلو پر ضد مقاومت پر ډیریدو دی

۱۳۹۵ آذر ۱۰, چهارشنبه

د آلمان د بادن وورتمبېرگ ايالت د کورنیو چارو وزیر د هغه اقدام پر ضد چې وای رد شوي افغان مهاجر دي ژر خپل هيواد ته ولېږل شي، مقاومت مخ پر ډیریدو دی. د آلمان د ايالتونو د کورنیو چارو وزیران په زار بروکن، کې سلا مشورې کوي.

https://p.dw.com/p/2TV70
Deutschland Afghanische Flüchtlinge trauern um die Opfer des Anschlags in Kabul in Köln
انځور: Iraj Akbari

د آلمان د راینلد فلڅ ايالت د ادغام وزیري انه شپیگل، د دوشنبې په ورځ د آلمان د کورنیو چارو له وزیر توماس دیمیزیر څخه غوښتي دي چې په افغانستان کې د اوسني خطرناک وضعیت په هکله ارزیابي وړاندي کړي.

د زرغون گوند د دغې سیاستوالې په خبره د اوسنیو حقایقو په پام کې نیولو سره د کورنیو چارو وزارت له خوا افغانستان ته تر ۱۲۰۰۰ کسانو د لیږلو هڅې د انتقاد وړ دي. انه شپیگل، ټینگار کړی دی چې «موږ په آلمان کې د بیرته ستنولو یوه بشر دوستانه سیاست ته اړتیا لرو، نه د اخراجولو یوه سخت سیاست ته.»

د «پروازول» یا پناه غوښتني پلوي سازمان مرستیال مشر بیرند میزویچ، له «کولنر دوم» راډیو سره په خبرو کې ویلي دي چې د مهاجرو د اخراجولو بهیر د سختولو اعلان لا تر اوسه عملي شوی نه دی. د هغه په خبره یوازې دغه شان څو اعلانونه د فشار د زیاتیدو سبب گرځیدلي دي.

میزویچ، په انتقادي ډول ویلي دي: «د افغان مهاجرو ټولنه په بشپړه توگه غیر مطمینه ده.» د ایالتونو د کورنیو چارو وزیران په تیرو پنځلسو کلونو کې پر دې باندې همغږي ول، چې یوازې هغه کسان چې جرمونه يې کړي وي، باید اخراج شي. ميزويچ زياته کړې ده، دا خبره د درک وړ نه ده چې ولې «اوس چې په افغانستان کې وضعیت تر پخوا څو واري خراب شوی دی» د مهاجرو بیرته ستنولو غوښتنه کیږي.

د آلمان د ايالتونو د کورنیو چارو وزیران په زار بروکن، کې د مهاجرو د بیرته استولو په هکله خبري اترې کوي. د آلمان د کورنیو چارو وزير توماس دیمیزیر ویلي دي چې رد شوي مهاجر بايد بیرته استولو ته تشویق شي او په دوهم قدم کې د اخراج له وسیلو څخه کار واخيستل وشي.

د بادن وورتمبېرگ ايالت د کورنيو چارو وزير توماس شتروبل، چي د مسیحي دیموکرات گوند (سي دي یو) غړی دی، په څرگند ډول د مهاجرو د اخراج لړۍ د چټکولو پلوي کوي.

هغه په مصر کې د کډوالو د بیرته ستنولو له پاره د یوه مرکز د جوړیدو، افغانستان ته د ډيرو مهاجرو د بیرته استولو، د سرحدونو د څارلو او پر دې سربیره د منل شوو مهاجرو له پاره په اجتماعي خدماتو کې د کمښت راوستو وړاندیزونه کړي دي.

نور مطالب: