«د افغان مهاجرو د بيرته لېږلو پروسه دي دي بنده سي»
۱۳۹۵ آبان ۲۱, جمعهپه جرمني کي د سياسي پناه غوښتني پلوي سازمان (پروازول) مشر گونتر بورکهارد د جمعې په ورځ سهار ويلي دي: «په افغانستان کي امنيت نه سته او هر څوک چي افغان مهاجر بيرته خپل هيواد ته لېږي، دغه انسانان له خطر سره مخامخ کوي.»
هغه دغه راز په افغانستان کي د وضعيت په اړه ويلي دي چي وسله وال طالبان چي هرځای وغواړي يرغل کولای سي. هغه ويلي دي چي د روان کال په لومړيو شپږو مياشتو کي د ۱۶۰۰ انسانانو د مرگ او ۳۵۰۰ ټپيانو خبر پخپله دا ښيي چي په دغه هيواد کي وضعيت څرنگه دئ.
د دغه سازمان په خبره، د افغانستان له ۳۴ ولايتونو څخه په ۳۱ کي ئې اوس جنگ روان دئ. بورکهارد زياته کړه: «په مزارشريف کي د تيري شپې يرغل بايد په جرمني کي عمومي افکار له خوبه راويښ کړي.»
د پنجشنبې په ماښام په مزارشريف کي د جرمني پر قونسلگرۍ باندي موټر چاودني او وسله وال يرغل شپږ کسان وژلي او تر ۱۲۰ زيات نور ټپيان کړي دي چي اکثره ئې ملکي وگړي دي.
په جرمني کي د سياسي پناه غوښتني پلوي سازمان مشر گونتر بورکهارد، ويلي دي چي په افغانستان کي هيڅ داسي سيمه نه سته چي سړی ئې د اوږدي مودي له پاره امن وبلي. پر دې سربيره چي په افغانستان کي وضعيت دغه شان خراب ښوول سوی بيا هم په جرمني کي د ځينو افغان مهاجرو د پناه غوښتني چانس پنځوس سلنه دئ.
د بورکهارد، په خبره په روان کال کي په جرمني کي د نزدې ۱۰۰۰۰ افغان مهاجرو د پناه غوښتنه رد سوې ده. هغه زياته کړې ده: «زما په اند دا به غير مسئولانه کار وي چي افغان مهاجر د کابل هوايي ډگر ته ولېږل سي او هغوی همداسي پرېښوول سي.»
هغه د جرمني پر حکومت ږغ کړی دئ چي د افغان مهاجرو د بيرته لېږد پروسه بنده او د هغوی د دسيو د څېړلو پرمهال د جرمني په ټولنه کي د ادغام او د ژبي کورسونو ته د ورتگ زمينه برابره کړي.
د روان کال د کتوبر مياشتي په لومړيو کي افغان حکومت او اروپايي ټولني يو داسي تړون لاسلیک کړي چي له به ئې هغه افغانان چي په اروپا کي د پناه غوښتني چانس نه لري بيرته خپل هيواد ته ولېږي.
په موضوع پوري اړوند مطالب: