د افغان مهاجرو د اخراج ځنډ د تمديد غوښتنه
۱۳۹۶ اردیبهشت ۲۱, پنجشنبهد جرمني د شليسويگ هولشټاين ايالت د کورنيو چارو وزير شتيفان شتوت، د روان کال په فيبروري مياشت کي افغانستان ته د افغان مهاجرو اخراج درې مياشتي ځکه وځنډاوه چي ويل ئې په دغه هيواد کي امنيتي وضعيت د ډاډ وړ نه دئ. خو د جرمني مرکزي حکومت افغانستان ته د ځينو افغان مهاجرو د اخراج پروسې ته دوام ورکړ.
د ياد ایالت د کورنيو چارو وزارت وياند د چهارشنبې په ورځ ويلي دي چي له دغه ايالته د افغان مهاجرو د اخراج موقتي ځنډ د تمديد له پاره غوښتنليک پر تيارېدو دی او د جرمني د کورنيو چارو وزير توماس ديميزير ته به وسپارل سي.
دغه وياند ويلي دي: «د افغان مهاجرو د اجراج د ځنډ په برخه کي په دلايلو کي بدلون نه دی راغلی. يعني په افغانستان کي امنيتي وضعيت اوس هم ډاډمن نه دی.»
د ياد ايالت حکومت د روان کال په فيبروري مياشت کي پريکړه وکړه چي په افغانستان کي د خراب امنيتي وضعيت په سبب له خپل ايالته افغانستان ته د افغان مهاجرو اخراج درې مياشتي وځنډوي.
خو د جرمني مرکزي حکومت وايي چي په افغانستان کي داسي سیمي سته چي له امنيتي پلوه ډاډمني دي او کيدای سي مهاجر اخراج سي. د تيرکال له ډسمبر مياشتي راهيسي افغانستان ته په ټوله ايزه توگه تر اوسه پوري ۱۰۷ مهاجر اخراج سوي دي.
زموږ له ارشيف څخه: