1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د افغان مهاجرو د اخراج پر بهیر د بشري حقوقو د فعالانو نيوکي

۱۳۹۴ آبان ۴, دوشنبه

د اروپایي ټولني له خوا د افغانانو د جبري ايستلو او د هغوی اصلي هیوادونو ته د استولو پر هڅې د بشري حقوقو مدافع سازمان (پرو آزول) له خوا سختې نیوکې شوي دي. پرو آزول د آلمان له حکومت څخه غوښتي دې چې له دې کار ځحه ډډه وکړي.

https://p.dw.com/p/1GuKP
Flüchtlinge in Olympischer Anlage in Athen untergebracht
انځور له ارشیف څخهانځور: Imago

ګونتر بورکهارت د یکشنبې په ورځ (اکتوبر ۲۵مه) په فرانسه کې یوه خبري کنفرانس ته د وینا پر مهال وویل: «زموږ په نظر په افغانستان کې بنیادي بدلونونه د راتلو په حال کې دي او دا هیواد پاڼ ته د نږدې کیدو په حال کې دی. ځکه نو افغانستان ته د انسانانو بیا استول د منلو وړ کار نه دی.»

هغه زیاته کړه: «دا هیواد د تجزیي په حال کي دی» او دا چې د ډیرو افغان مهاجرو د پناه غوښتنلیکونه په آلمان کې قبلیږي بې دلیله نه ده.

د بورکهارت د گواښ لامل د رسنیو هغه رپوټ وو چې پکې ویل شوي دي چې د آلمان فدرال حکومت غواړي د هغو کسانو شمیر ډیر کړي چې له آلمان څخه بیرته افغانستان ته استول کیږي. د آلمان «فرانکفورتر الګيماینه» ورځپاڼي په حواله برلین د اروپایي ټولني او افغانستان تر منځ د یوه هوکړه لیک د تصویب غوښتونکی دی، چې پر اساس یي افغانستان باید هغه مهاجر ومني چې له آلمان څخه بیرته استول کیږي.

Günter Burkhardt
ګونتر بورکهارتانځور: picture-alliance/dpa

بورکهارت چې د پرو آزول سازمان مشر دی، د آلمان له فدرالي حکومت څخه وغوښتل چې له افغانانو سره په لوی زړه کار وکړي او خصوصا د هغو کسانو د پناه غوښتنلیکونه ومني چې د آلمان د حکومت له پوځ او یا هم مرستندویه سازمانونو سره یې کار کړی دی.

بورکهات همداراز وویل چې د انګلا میرکل ویناوي د هغې له اعمالو سره منتاقضي دي. دا په دې معنی چې د آلمان صدراعظمه د مهاجرو د منلو په اړه خبري کوي خو بیا په عمل کې هڅه کوي چې هغوی و نه مني.

د مهاجرو د کړکیچ په اړه د بروکسل د غونډي په مسوده کې هم راغلي چې د مهاجرو اصلي هیوادونو ته د بیرته استولو لړۍ به چټکه شي. په دې ډله کې افغان کډوال هم کیدای شي بیرته افغانستان ته واستول شي.

آلماني ورځپاڼي «فرانکفورتر روند شاو» د ډیرو افغان کډوالو د جبري اخراج په اړه لیکي: «له هغه وروسته چې نړیواله ټولنه له افغانستان څخه ووتله نو له دې هیواد څخه ویرونکي خبرونه هم ډیر شوي دي. د مهاجرت یوه لویه څپه په جریان کې ده. لسونه زره افغانان غواړي د ناامنیو له کبله له هیواده وتښتي.»

ورځپاڼي زياته کړې: «دا چې په آلمان کې افغان مهاجر پر ډیریدو دي د دې فاجعې طبیعې پایله ده. خو د آلمان حکومت پر دې حقیقتونو سترګې پټوي او وایي چې له افغانستانه د راتلونکو مهاجرو شمیر ډیر شوی، نو د هغو کسانو شمیر هم باید لوړ شي چي بیرته افغانستان ته استول کیږي. هغوی دې څرګنده حقیقت ته پام نه کوي چې یوه هیواد ته چې حالت یې کړکیچن دي د مهاجرو استول له دې هیواده د بیرته ټیښتې لامل ګرځي.»