1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د افغان ماشومانو سره موسکا مرسته کوي

۱۳۸۸ شهریور ۲۵, چهارشنبه

د وروستيو اټکلونو له مخې په افغانستان کې نيم مليون تنه يتيمان ژوند کوی. په دې توګه جګړې له ماشومانو څخه د دوی معنوی حقونه واخيستل: د امنيت او ساتنې حق، د زده کړې حق او همدا ډول د کورنۍ حق...

https://p.dw.com/p/JiA7
«موسکا مرسته کوي» د جرمني د دفاع وزارت لخوا يوه پروژه ده چي ماشومانو ته د ډالۍ په ورکولو موسکا ته هڅوي
«موسکا مرسته کوي» د جرمني د دفاع وزارت لخوا يوه پروژه ده چي ماشومانو ته د ډالۍ په ورکولو موسکا ته هڅويانځور: DW

له دې امله مهمه ده چې جوړښتونه منځ ته راشی. خو تردې لا مهمه بيا داده چې د ماشومانو هغه باور بيرته دوی ته ورکړل شې، چې له لاسه يې ورکړی، او دا يې په تيره بيا د مشرانو او بيا د سرتيرو د زورزياتي له لارې زغملی دی. Lachen helfen يا «موسکا مرسته کوی» له اتحاديې څخه رودريښ تين په دې باب وايی:

« که ماشومان له داسې سرتيرو او پوليسو سره مخامخ شی چې دوی ته د مرستې لپاره تيار دی، دوی ته ډالې ورکوی او يا د لوبو سامان، څښاک او خواړه ورکوی، نو زما په نظر په دې صورت کې به د دوی پر شونډو ډير زر موسکا خوره شی.»

خو دا بايد يوازې په ډاليوخلاصه نه شی. د کوچني باور تر څنګ بايد د ښونځي او روغتيايي مرکز له لارې هم د دوی ملاتړ وشی. تين وايی چې په افغانستان کې چې بيسوادی يوه ستره ستونزه ده، د زده کړې او روغتيا په برخه کې پانګه اچونه، د تنګ دستې مخنيوی کولای شی او د بنسټپالۍ او زورزياتي په وړاندې يوه ښه لاره ده چې مرستندويه ټولنه په سيمه کې د سرتيرو او پوليسو په مرسته ورباندې تلای شی.

د احتياطو ظابې ته يو شی په ځانګړې توګه هم دی:

« د سيمې له ادارو سره ګډ کار، ځکه دوی وايی چې څه شي ته اړتيا ده او بيا د دې دپاره لاره هواروی چې له بيروکراتۍ پرته او زر خلکو ته مرستې ورسول شی.»

پردې پروژې باندي د جرمني د دفاع وزارت ډير حساب کوی
پردې پروژې باندي د جرمني د دفاع وزارت ډير حساب کویانځور: DW

دغې اتحاديې يوازې د مرستې د 250 پروژو ابتکار کړی دی، په تيره بيا د افغانستان په شمال لويديځ کې. تين له سيمه ايزو ادارو سرو سره ګډ کار مثبت ارزوی. له سرتيرو او پوليسو سره د ماشومانو او د سيمې له خلکو د چلند په اړه وايي:

«...ماشومان د توپيرولو توان لری او له موږ سره ډیر دوستانه چلند لری. دغه راز په غرنيو سيمو کې چې خلک له ډيرو ستونزو سره مخامخ دی، له موږ سره دوستانه چلند لری او په دې پوهيدلي دی چې موږ غواړو له دوی سره مرسته وکړو.»

په دې ډول د «موسکا مرسته کوی» ټولنه بشری مرستو ته له هيلو سره تړاو ورکوی. د آلمان پوځی ځواکونه چې د بې اعتمادۍ په يوه نه ډاډمنه فضا کې تر سختو نيوکو لاندې دی، نه يواځې د يوه يرغلګر ځواک په توګه زغمل کيږی، بلکې د افغانستان خلک له هغو نه د يوه ملګري او همکار په توګه هرکلی کوی. تين وايی:

« سرتيری او پوليس په دې توګه ښيي چې دوی د جګړې د پرمخ بيولو لپاره هلته نه دی ځای په ځای، تر څو چې اړ نه کړای شی له ځانه دفاع وکړی، بلکې د بيا جوړولو لپاره فعاليت کوی.

د دغې اتحاديې يا ټولنې له بنسټ ايښودو څخه 1.5 مليون ايرو لری. د دې يوه ستره برخه د بسپنو له لارې او د کنسرتونو او ټلويزيونی خپرونو له لارې راټولې شويدی. د ساري په توګه د روان کال د جنوری په مياشت کې د موسکا مرسته کوی ټولنې ته د همداسې يوې خپرونې له لارې 80 زره ايرو د دوو ښوونځيو او دوو وړو روغتونونو د جوړلو لپاره راټولې شوې.

Melanie Riedel/ سهيلا حسرت نظيمي

کتونکی. زيارمل