1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د افغان لوبډلي د نړيوال جام هيلي خاوري سوې

۱۳۹۴ بهمن ۱۲, دوشنبه

تر ۱۹ کلنۍ د ټيټ سن لوبغاړو د کرکيټ په نړيوال جام کي افغانستان خپله وروستۍ لوبه له کاناډا څخه وگټله. بله خوا به ملي لوبډله د اسيا جام د غوراوي سياليو ته د چمتووالي په موخه هند ته تللې ده.

https://p.dw.com/p/1Hmue
انځور د ملي لوبډلي دئ
انځور د ملي لوبډلي دئانځور: picture-alliance/AP Photo/D. Manson

تر ننۍ لوبي دمخه لا معلومه شوې وه چې د افغانستان تر ۱۹ کلۍ د ټیټ سن لوبغاړو لوبډلي د نړیوال جام سیالیو دوهم پړاو یا کوراټر فاینل لوبو ته لار نه وموندلې. تر دې د مخه د افغانستان لوبډلي خپلې دواړي لوبي پر پاکستان او سریلانکا بای لولې.

په وروستۍ لوبه کې افغان لوبډله په دې وتوانیده چې له سره ښه پیل وکړي او مخالفه لوبډله یې ډیرو منډو کولو ته پرې نه ښوده. د کاناډا لوبډلي تر لسم اووره پوري چې ۳۱ منډي ئې جوړي کړي وې څلور لوبغاړي يې سوځېدلي ول.

داسې بریښده چې ښایي کاناډا لوبډله تر سلو منډو هم و نه رسیږي. خو وروستي لوبغاړي یې تم شول او په ټاکل شوو پنځوسو اوورونو کې یې د لسو لوبغاړو په سوځیدو سره ۱۴۸ منډې وکړې.

د افغانستان له لوري مسلم موسی او شمس الرحمن هر یو د مخالفي لوبډلې درې لوبغاړي او راشد خان بیا دوه لوبغاړي وسوځول.

په ځواب کې د افغانستان لوبډلې ټاکل شوې هدف په خورا آسانۍ سره پوره کړ. افغان لوبډلي ټاکل شوی هدف د شپږو لوبغاړو په سوځیدو سره د ۲۵ اوور په لومړي توپ پوره کړه. کاناډا هم د نړیوال جام سیالیو له بل پړاو څخه پاته ده.

د آسیا جام غوراوي سیالیو له پاره د ملي لوبډلي چمتووالی

د افغانستان د کرکیټ بورډ د وینا پاڼي له مخې ملي لوبډله د دوشنبې په ورځ په یوه خبري ناسته کې تر گډون وروسته د آسیا جام غوراوي سیالیو له پاره د چمتووالي په موخه هند ته ولاړه.

په پام کې ده چې د افغانستان لوبډله به د تمریناتو تر تر سره کولو وروسته د آسیا جام غوراوي پړاو له پاره خپله ۱۵کسیزه لوبډله هم اعلان کړي.

دغه سیالۍ د فبرورۍ میاشتې له ۱۹ تر ۲۲ نېټې پوري په بنگله دیش کې تر سره کیږي او د افغانستان تر څنگ پکښې عمان، هانکانگ او د متحدو عربي آماراتو لوبډلی شاملي دي.

افغانستان به له دغو ټولو لوبډلو سره سیالي وکړي او په پای کې به د دوو غوره لوبډلو تر منځ پای لوبه تر سره شي او گټونکي لوبډله به د آسیا جام یا ایشیا کپ، سیالیو کې گډون وکړي.

دغه سیالۍ هم د فبرورۍ میاشتې پر ۲۴مه نېټه پیلیږي. په دغو سیالیو کې څلور هیوادونه ترمخه لا گډون لري چې پکښې کوربه هیواد بنگله دیش، هند، پاکستان او سریلانکا شامل دي.