د افغان عسکرو سره انډيوالي سخته ده
۱۳۸۹ اسفند ۳, سهشنبهپدې وروستيو کي د الماني عسکرو د ماموريت په سيمه کي نسبتاً کراري وه. خو اوس يو افغان عسکر پر الماني عسکرو باندي تر خونړي بريد وروسته وضعيت بل ډول دی.
د افغانستان د ملي ارردو يو عسکر د شنبې په ورځ په غير منتظره توګه پر الماني عسکرو باندي ډزې وکړې ، درې تنه يې ووژل او څو تنه نور يې هم ټپيان کړل.
دا پيښه د الماني عسکرو له قشلې دباندي د بغلان په ولايت کي سوې ده. مخکي دا معلومه نه ول چي دا رشتيا هم يو افغان عسکر او که يا يو تن د عسکرو کالي اغوستي ول.
خو اوس معلومه سول چي دا افغان عسکر و او د الماني پوځيانو سره د قشلې څخه د باندی په گزمه وتلی و. کله چي د گزمې څخه بيرته راگرځېدلي د قشلې په دروازه کي افغان سرتيري پر الماني عسکرو ډزي پيل کړې او څو تنه يې ووژل.
د جرمني د دفاع وزير کارل تيودور څو ګوتنبرګ له دې څخه اخطار ورکړی، چي ددې پيښي له امله له افغاني عسکرو سره د ملګرتيا د کړۍ جوړول تر پوښتني لاندي راوستل سي.
« سړي بايد ددغه ډول پيښو د مخنوي لپاره هرڅه چي يې له لاسه کيږي وکړي. خو زموږ په نظر، دا ددې لپاره چي د مسوليت انتقال عملي سي يوازنۍ سمه لاره ده.
د المان پوځ ددې طرحي په عملي کولو باندي تير کال پيل وکړ. په لومړي سرکي دا ګډ کار ډير ورو ؤ. ځکه چي لکه هغسي چي الماني عسکرو شکايت کاوو د انډيوالۍ لپاره يي انډيوالان نه درلوده او افغاني عسکرو انډيوالي نه ورسره کوله.
خو پدې حالت کي پدې وروستيو مياشتوکي ښکاره ښه والی راغلی وو. د افغانستان په شمالي سيمو کي په مجموعي ډول امنيتي وضعه هم بهتره سوي ول . کتونکي د وضعي د بهتريدلو علت هلته د امريکايي عسکرو حضور بولي.
پدې ډول طالبان نور په کندز کي کوم ځای ترکنترول لاندي نه لري. خو دا چي دوی لکه د پخوا په شان هلته خطر پيښوي د هغو ګوزارونو څخه معلوميږي لکه د دوشنبې په ورځ چي يې تر سره کړی او شاوخوا ۳۱ تنه کسان يې پکښي ووژل.
کونستر/ رحيله اميري
کتونکی: نجيب الله زيارمل