د افغان رد شویو پناه غوښتونکو یو بل پلان شوی پرواز لغوه شو
۱۳۹۶ تیر ۲۹, پنجشنبهد فونکه په نوم د رسنیو ډلې د پنجشنبې په ورځ ویلي دي چې یوه الوتنه چې د رواتلونکې اوونۍ له پاره پلان شوې وه ترڅو یو شمیر افغان رد شوي پناه غوښتونکي بیرته کابل ته ولیږدوي، لغوه شوې ده.
دې رسنې د آلمان د کورنیو چارو وزارت په حواله ویلي دي چې دغه چارتر الوتکې ته په کافي شمیر رد شوي پناه غوښتونکي نه وو راټول شوي. رسنې روښانه کړې ده چې د کورنیو چاور فدرال وزارت په دې اړه ایالتي د کورنیو چارو وزارنو ته لیک هم استولی دی.
د فونکه د رسنیو ډلو رپوټ ورکړی دی چې دغه کار کیدای شي په کابل کې د آلمان د سفارت د کار له کم ظرفیت سره هم تړاو ولري. په کابل کې د آلمان د سفارت د کار ظرفیت تر یوه خونړۍ برید وروسته یو څه محدود شوی دی.
د مې میاشتې په وروستیو کې په کابل کې د آلمان سفارت ته نژدې یوه چاودنه وشوه چې له کبله لږ تر لږه ۱۵۰ کسان ووژل شول. تر دې پیښې وروسته آلمان اعلان وکړ چې افغانستان ته د رد شویو کډوالو د بیا استولو بهیر به د یو څه مودې له پاره وځنډوي.
خو آلمان بیا ټینګار کړی دی چې د مجرمو، خلاف کارو او داسې مهاجرو د اخراج لړۍ به دوام ومومي چې د خپل هویت په تشخیص کې مرسته نه کوي.
له آلمان څخه د افغان رد شویو پناه غوښتونکو اخراج، یوه جنجالي موضوع پاتې شوې ده دا ځکه چې په وروستیو کلونو کې د افغانستان امنیتي وضعیت د ښه کیدو پر ځای و خرابیدو په لور لور روان دی.