1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د افغان بندیانو په ربړونه کې ۱۴ سلنه کمښت راغلی دی

مسعود جهش «آژانسونه»۱۳۹۳ اسفند ۶, چهارشنبه

د ملگرو ملتونو له خوا د چهارشنبې په ورځ په یوه خپور شوی رپوټ کې راغلي دي چې په افغانستان کې د جگړې په تړاو نیول شوي یو پر دریمه برخه بندیان وایي چې ربړول شوي او یا هم ورسره ناوړه چلن شوی دی.

https://p.dw.com/p/1Eh1J
انځور: picture-alliance/dpa

ملگرو ملتونو خپل رپوټ له ۸۰۰ زندانیانو سره د خبرو پر اساس جوړ کړی دی. دغو بندیانو د ۱۶ ډول روبړونو په اړه خبرې کړې دي چې په کې وهل، له دیوالونو او چتونو څخه راځړول، برقي شارټونه ورکول او د ربړونې نور ډولونه شامل دي. په دغه رپوټ کې راغلي دي چې یو شمیر بندیانو ویلي دي چې تناسلې الې یې د یوې سورنج ډوله الې په واسطه تر فشار لاندې نیول شوي دي. یو شمیر نورو بندیانو بیا ویلي دي چې پرته له ډوډۍ په ډیرې تودې او یا هم سړې هوا کې ساتل شوي دي.

دغه رپوټ په افغانستان کې د ملگرو ملتونو د ځانگړې نمایندگۍ یا UNAMA له خوا جوړ شوی دی. په رپوټ کې راغلي دي چې د ۷۹۰ بندیانو له ډلې څخه چې ورسره خبرې شوې دي ۲۷۸ تنو یې ویلي دي چې په تیرو دوو کلونو کې له ربړونې او یا هم ناوړه چلن سره مخامخ شوي دي. له دغو بندیانو سره په ۱۳۰ ځایونو کې خبرې شوې دي. د هغو کسانو له ډلې څخه چې ورسره خبرې شوې دی، ۱۰۰ تنو یې تر اتلس کلونو کم عمر لاره چې ۴۴ تنو یې ویلي دي چې ربړول شوي دي.

په دې اړه د یوناما سږنی رپوټ د تیرې دورې په پرتله د ربړول شویو کسانو په شمیر کې ۱۴ سلنه لږوالی ښيي.

یوه بندي چې د ملي امنیت په زندان کی ساتل شوی وو ویلي دي چې د بندي کیدو پر لومړۍ ورځ په سوکانو او لغتو وهل شوی وو او پر دویمه ورځ بیا د اوبو په یوه پايپ وهل شوی وو. هغه ویلي دي: «په دریمه ورځ یې زما تناسلي اله د یوې بلې الې په مرسته دومره تر فشار لاندې راوسته چې ما وژړل.» په رپوټ کې راغلي دي چې دې کس په همدې مرحله کې اقرار وکړ چې له طالبانو سره لاس لري.

په رپوټ کې د دغه بندي په حواله راغلي دي: «زه ویریدم ځکه هغوی زه گواښولی وم چې زما تناسلي آله به له منځه یوسي. له دې کبله ما هر څه چې ویل هغوی زما خبرې پر یوه کاغذ ولیکلې او په پای کې یې زما د گوتې نښان واخیست. ما داسې فکر کاوه که چیرې هغوی زما تناسي اله له منځه ویسي نو زه به ومرم.»

له بلې خوا د افغانستان د کورنیو چارو وزارت ویاند صدیق صدیقي ویلي دي چې د ربړونې په پیښو کې ۱۴ سلنه کمښت د پرمختگ نښانه ده. هغه زیاته کړې ده: «دلته په سیستماتیک ډول ربړونه نه شته. که کله رامنځ ته شوې وي نو په اړه یې رپوټ ورکړل شوی دی. دا د هغو کسانو شخصي کارونه دي چې له خپلې دندې څخه یې ناوړه گټه پورته کړې ده. موږ دې ته ژمن یو چې د دغو کسانو په اړه څیړنې وکړو او ویې نیسو.»

خو په رپوټ کې راغلي دي چې د ربړونې په پیښو کې ډیر لږ کسان محاکمه شوي او یا هم له خپلو دندو گوښه شوي دي. د یوناما مشر نیکولاس هایسون، ویلي دي: «په تیرو دوو کلونو کې د ربړونې او ناوړه چلن د له منځه وړلو په برخه کې د افغانستان هڅو یو څه پرمختگ ښوولی دی. خو اوس هم باید ډیر کار وشي. زه په عین حال کې د دغه شان کارونو د له منځه وړلو په برخه کې د نوي حکومت د توجه هرکلی کوم.»

مسعود جهش (آژانسونه)
سید ریاض