د افغان امنيتي ځواک ۲۳ کسان وژل سوي دي
۱۳۹۲ خرداد ۷, سهشنبهد کندهار ولایت د پولیسو قوماند عبدالرازق، ویلي دي چي دغه پيښه د دغه ولايت په ارغستان ولسوالۍ کي رامنځ ته شوې ده او په خبره ئې دغه دوه تنه پولیس څو میاشتي د مخه له طالبانو څخه جلا شوي ول، خو په دې وروستیو کې بیرته له هغوی سره یو ځای شوي ول.
رازق د رویترز خبري آژانس ته ویلي دي: «تر هغه وروسته چې پوليس ویده شوي ول، دغو دواړو کسانو پر هغوی باندي فيرونه کړي دي او خپل اووه تنه ملگري یې وژلي دي.»
رازق وویل چې اوس د دغو دوو کسانو د موندلو عملیات روان دي. د کندهار د پولیسو قوماندان ویلي دي چې ډیر احتمال کیږي چې دغه دوه کسان بیرته له طالبانو سره یوځای شوي وي.
له خوا د طالبانو یوه ویاند رسنیو ته په یوه لیکلي تیلیفوني پیغام کې ادعا کړې ده چې د طالبانو د ډلې یوه غړي د یوه قوماندان په گډون ۱۲ تنه پولیسو وژلي دي. قاري یوسف احمدي دغه راز ادعا کړې ده چې دغه طالب جنگیالي د پولیسو یو موټر، ځیني وسلې او مهمات هم طالبانو ته رسولي دي.
طالبان ډیر وخت په خپلو بریدونو کې د وژل شویو کسانو شمیر لوړ ښيي. دغي ډلې د خپلو پسرلينو عملياتو د پيلېدو له اعلانولو سره سم ويلي ول چي افغان امنيتي ځواکونه او ديپلوماتيکي سيمي به ئې د يرغلونو هدفونه وي.
دا پېښه په داسې حال کې رامنځ ته کیږي چي د دغه هيواد په بېلابېلو سیمو کي د ۲۴ ساعتونو په جريان کي د امنيتي ځواک ۱۶تنه نور کسان هم وژل شوي دي.
د افغانستان د دفاع وزارت د راپور له مخي په یوه بله پېښې کې په کندهار ولایت کې د سړک د غاړې یوه ماین درې تنه پولیسو هم وژلي دي. له بلې خوا په پروان ولایت کې د یوې مخابراتي کمپنۍ د رئیس څلور تنه ساتونکې هم د یوه ماین د چاودنې په پېښه کي وژل شوي دي.