1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د افغان امنيتي ځواک سوابق دي و څېړل سي

۱۳۹۱ شهریور ۲, پنجشنبه

د افغان امنیتي ځواکونو په یونيفورم کي پر بهرنیو سرتیرو د وسله والو حملو زیاتیدل اوس د افغان دولت او امریکا د لوړ پوړو نظامي چارواکو له پاره د اندیښني وړ موضوع او د خبرو اترو اصلي اجنډا بلل کیږي.

https://p.dw.com/p/15vIk
انځور: picture-alliance/dpa

په افغانستان کي د ناټو ځواکونه وايي، چي په ۲۰۱۲ کال کي د بهرنيو ځواکونو په سلو کي ۱۳ تلفات په دغه شان بريدونو کي را منځته شوي دي.

د افغان ځواکونو له خوا پر بهرنيو عسکرو باندي د يرغلونو له ډيريدو سره ولسمشر حامد کرزي د چهارشنبې په ورځ (۲۰۱۲ کال د اگست ۲۲) په کابل کي ددغه هيواد د کورنيو او دفاعي چارو له وزيرانو سره يوه فوق العاده غونډه لرله.

په هغه خبره پاڼه کي چي د جمهوري رياست له خوا په کابل کي دويچه ويله پښتو ويبپاڼي ته را رسېدلې ده، راغلي دي، چي ولسمشر کرزي افغاني امنيتي ارگانونو ته لارښوونه کړې ده، چي ددغه ډول بريدونو د مخنيوي له پاره دي جدي گامونه واخلي.

بله خوا بيا د ملي شورا یو شمیر غړو له حکومته غوښتي دي چې پر ټولو استخدام شویو سرتیرو له سره بیا کتنه پیل کړي او د هغوی سوابق له سره وڅېړي.

د شورا غړی شیرمحمد اخند زاده وایي ټول شکمن ګومارل شوي پوځيان باید د پوځ او پولیسو له لیکو څخه و ایستل شي نه دا چې یوازي د نویو استخدامیدونکو عسکرو پر سوابقو څار جدي شي:

«داسي فاسد اشخاص باید د ملي پوځ او ملي پولیسو لیکو ته نه وای ننوتي او جذب شوي نه وای، زموږ په نظر باید د اردو او پولیسو ليکي له یوه مخه تصفیه شي نه یوازي دا چې د استخدام نوې پروسه په دقت وڅارل شي.»

په همدې حال کې واشنګتن پوسټ ورځپاڼي د امریکايي چارواکو له قوله ویلي دي، چې په افغان امنيتي ځواکونو کې دننه ئې پټ جاسوسان ګومارلي دي، هغوی به په ټول هيواد کې د افغان ځواکونو څار کوي، د دغوعسکرو له خپلو کورنیو سره د تليفوني خبرو د څارني ترڅنګ به پر نویو پوځيانو د تليفون د استعمال بنديز وي.

د سیاسي چارو مبصر بشیر عاطف وایي، چي د دغه ډول انضباطي ګامونو اخيستل کول د افغان او بهرنیو سرتیرو تر منځ د اعتماد فضا ته سخت زیان رسوي او په دې کار سره د کورنیو ځواکونو د روزني پروسې ته هم تاوان ورسیږي:

«دوی به په اخلاص سره د افغان پوځیانو د روزني مسئولیت نه پر ځای کوي، افغان پوځ به په ټاکل شوې موده کې و نه روزل شي، له دې سره به مخالفین هم تشویق شي او هڅه به وکړي چې په پولیسو او اردو کې لا زیات نفوذ وکړي.»

د ناټو قوماندان جنرال جان الین هم ویلي دي چې بهرنیو ځواکونو ته امر شوی دئ چې هر وخت ئې گوته د وسلو پر ماشه وي.

دغه راز افغان پوځي چارواکو له امريکايي او ناټو ځواکونو څخه غوښتي دي چې خپل عسکر د افغان دودونو او کلتور څخه خبر وساتي او په دې سره به په دغه شان يرغلونو کي کمی راشي.

ميرويس جلالزی/ کابل
کتونکی: نجيب الله زيارمل