1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د افغانۍ ارزښت کمېدو له کبله د تړلو دروازو تر شا بحثونه

حسين سيرت۱۳۹۴ آبان ۳۰, شنبه

د سوداګرۍ وزير د بیو د لوړوالي او د ډالر پر وړاندې د افغانۍ ارزښت راټیټدلو له کبله ولسي جرګې ته بلل سوی ؤ. د ژمې د رارسیدو په درشل کې په افغانستان کې د گازو او تیلو بیې هم ډیرې لوړې شوي دي.

https://p.dw.com/p/1H9zj
انځور: DW/H. Sirat

په افغانستان کې وضعیت دا ډول دی چې خلک یوازې له جگړې څخه نه کړیږي. د بیو لوړوالي د دغه هیواد خلک ډیر تنگ کړي دي او د هرې ورځې په تیریدو سره بیې لوړیږي.

له همدې کبله د سوداگرۍ وزیر، د مالیې وزارت معین او د نفتي موادو او مایع گاز عمومي رئیس د شنبې په ورځ (د نوامبر ۱۱مه نېټه) ولسي جرگې استجواب کړي وو. لویه انديښنه دا ده چې له یوه اړخه خلک بې وزلي دي او له بل پلوه د ژمي په رارسیدو سره د سونگ توکو لکه تیل او گاز بیې لوړې شوي دي. د یو کیلو گاز بیه چې په دوبي کې ۳۰ افغانۍ وه اوس شا او خوا ۷۰ افغانیو ته رسیدلې ده.

د افغانستان د سوداگرۍ وزیر همایون رسا، د ولسي جرگې د شنبې ورځې غونډې ته وویل چې په راتلونکو ورځو کې به د تیل او گاز بیې راټيټي شي. خو دغه حکومتي چارواکي پر دې باندې ټینگار وکړ چې تر هغه وخته چې په بازار کې بیې د خصوصي سکتور له لوري کنترولیږي، د نفتي موادو بیې به راټیټې نه شي.

د سوداگرۍ وزیر وړاندیز وکړ چې حکومت دې د تیلو او گاز په سوداگرۍ کې ډیر نقش ولري: «که چیرې حکومت تصمیم ونیسي چې نفتي مواد د حکومت په انحصار کې قرار ولري، موږ تعهد کوو چې په نړیوال نرخ به دغه مواد ویشو، خو کله چې بیې د خصوصي سکتور په کنترول کې وي، حکومت کوم نقش نه لري.»د ډالر پر وړاندې د افغانۍ ارزښت راټیټدل

په تیره څه موده کې د افغانۍ ارزښت ډیر راټیټ شوی دی. تیر کال یو ډالر د ۵۸ افغانۍ په مقابل کې تبادله کیده خو اوس د افغانۍ ارزښت راټیټ شوی دی او یو ډالر ۶۸ افغانۍ کیږي.

د ډالر په بدل کې د افغانۍ ارزښت راټیټدل په بازار کې د جنسونو د قيمتونو د لوړیدو سبب گرځیدلی دی. په ولسي جرگه کې استازو سختې نیوکې وکړې او ویې ویل چې د افغانستان خلک له دې وضعیت څخه زیان ویني.

د رنگینه کارگر، په نوم یوې استازې وویل: «د خوراکي او سونگ موادو بیې لوړې شوي دي. خو په مقابل کې یې د کورنیو عاید ثابت پاتې دی. هغه مامور چې شپږ یا اوه زره افغانۍ معاش لري او یو ډالر چې ۷۰ افغانۍ کیږي دغه مامور کوم مصرف پوره کړي؟ په همدې دلیل مامور مجبوره دی چې د ژوندي پاتې کیدو له پاره په فساد لاس پوري کړي.»

د افغانستان مرکزي بانک په تیرو دیارلسو کلونو کې تل په بازار کې د ډالرو په توزیع سره، د افغانۍ نرخ د ډالرو پر وړاندې ساتلی وو. خو اوس نړیوالې مرستې کمې شوي دي او د هرې ورځې په تیریدو سره په بازار کې ډالر کمیږي.

د ولسې جرگې بلې استازې فوزیه کوفي وویل: «په داسې حال کې چې خلک پیسې نه لري او د جنسونو بیې ډیرې لوړې شوي دي او افغانستان یو مصرف کوونکی هیواد دی، نو په دغسې شرایطو کې موږ په انفلاسیون کې قرار لرو. موږ په ذخیره کې پیسې نه لرو او د اسعارو نرخ هم لوړ شوی دی. دا د اقتصاد خراب ډول دی.»

د تړلو دروازو تر شا بحثونه

کله چې د افغانستان د مرکزي بانک مشر خلیل الله صدیق نوبت راورسید چې استازو ته د افغانۍ د ارزښت د راټیټدو په هکله معلومات ورکړي، نو هغه د مجلس د سرې کیدو غوښتنه وکړه او د ولسې جرگې له مشر څخه یې وغوښتل چې د رسنیو د حضور پرته په دې هکله ځواب ووایي.

د ولسې جرگې مشر عبدالروف ابراهیمي دغه غوښتنه ومنله. په دې ډول خبریالانو اجازه تر لاسه نه کړه چې وپوهیږي افغانستان د ډالر پر وړاندې د افغانۍ د ارزښت د راټیټدو د مخنیوي له پاره کوم سیاست غوره کوي.

Symbolbild Afghanistan Korruption
انځور: picture-alliance/Ton Koene