د افغاني توليداتو د معياري کېدو له پاره مرسته
۱۳۹۱ اسفند ۲۲, سهشنبهپر دغه پروژې ۲۲ میلیونه ډالره لګښت راځي چې د نړیوال بانک د بې عوضه مرستو څخه تمویلیږي. د افغانستان د سوداګرۍ او صنایع وزیر، انورالحق احدي، د سه شنبې په ورځ (۲۰۱۳ کال د مارچ ۱۲) په کابل کې د دغه پروژې په اړه جوړې شوې غونډې ته وویل:
«دغه مرستې افغان متشبثینو ته د سوداګرۍ او تولید په برخه کې پوهاوی ورکوي. په بازار موندنه کې ورسره مرسته کوي او د هغوی له پاره د ستندرد یا میعار اهمیت مطرحه کوي.»
زیاته شوې ده چې د دغه پروژې په تطبقولو سره دا هڅه کیږي چې په افغانستان کې محصولات او تولید په نړیوالو معیارونو چمتو کړای شي.
ښاغلي آحدي وویل چې افغانستان بې سارې زراعتي محصولات لري خو په هغه کې د سم نظم او معیار د نه موجودیت له کبله، دغه زراعتي محصولات په نړیوال بازار کې مشتریان نه لري.
د افغانستان د دولتي چارواکو د وینا له مخې د افغانستان ځینې میوې او زراعتي محصولات ډیر ښه کیفیت لري، خو د داسې شرکتونو د نه موجودیت له امله چې دغه محصولات په فني او نړیوال معیار باندې بسته بندي کړي، د دې لامل شوې چې افغانستان په نړیوال بازار کې خپل ځان ته ځای و نه مومي.
هغه زیاته کړه چې په دې اړه تلاښونه پیل شوي دي: «زموږ هڅه دا ده چې زموږ صنعت ښه تره شي، تر څو په بازار کې ښه سیالي وکړي. موږ هڅه کوو چې په نړیوال بازار کې رقابت وکړو او په نړیوالو بازارونو کې هم ځای ولرو.»
په پام کې ده چې نړیوال بانک به د افغان صنعت گرو د روزولو له پاره نړیوال سلاکاران په دندو وګماري، چي د افغانستان تولیدي شرکتونه د نړیوال بازارونو ځانګړتیاوې او غوښتنې تفکیک (جلا) کړای شي.
د سوداګرۍ وزیر وویل د دغه مرستو یوه برخه د افغاني شرکتونو د ظرفیت د لوړوالې له پاره مصرفیږي، چي په بازار کې د هغوی د سیالۍ توان لوړ کړای شي. هغه وویل: «د دغه مرستو یوه زیاته برخه د مشورو په برخه کې په مصرف رسیږي، تر څو متشبث ښه تولید وکړي. همداشان د دغو مرسته یوه برخه په شرکتونو کې د اداري ظرفیتونو د لوړولو له پاره مصرفیږي.»
په افغانستان کې د نړیوال بانک رئیس وویل چې دغه پروژه د کار موندنې په برخه کې مرسته کوي، اقتصاد پیاوړی کوي او په عاید کې زیاتوالی راولي.
د نړیوال بانک د مسئولینو د وینا له مخې په پام کې ده چې په کابل، بلخ، ننګرهار او هرات ولایتونو کې خصوصي شرکتونه له دغو مرستو څخه گټه واخلي.