1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د افغانستان کنفرانس لپاره تياری روان دی

۱۳۸۹ تیر ۱۳, یکشنبه

د کار پوهانو په وينا د دي کنفرانس ځانګړيتوب په دي کي نغښتي دي چې د ولسمشر حامد کرزی حکومت نړيوالی ټولنی او نړيواله ټولنه به افغانستان ته د تيرو کلونو د لګښتونو حساب وركوي او د راتلونكي لپاره به ړومبيتوبونه ټاكي»

https://p.dw.com/p/OAMs
د افغانستان ولسمشر حامد کرزی وایی چی هغه حساب او کتاب ته تياری دی
د افغانستان ولسمشر حامد کرزی وایی چی هغه حساب او کتاب ته تياری دیانځور: AP

د افغانستان نړيوال كنفرانس چې د چنګاښ په ديرشمه نيټه په كابل كې جوړيږي د ملګرو ملتو د عمومي سرمنشي، بان کی مون، په ګډون د پنځوسو هيوادونو د بهرنيو چارو وزيران او د يپلوماتان پكـې ګډون کوي.

د امريکا متحده ايالاتو له خوا چي په افغانستان کي د هغه نوي ګمارل شوي جنرال ديويد پيترايس نن خپل دنده په غاړه واخيسته، په دي کنفرانس کي د بهرنيو چارو د وزير هيلري کلينتن استازيتوب کوي.

افغان چارواکي وايي چي د دغه کنفرانس لپاره تياري پيل شوي دي. د دغه كنفرانس چې د لندن د كنفرانس په دوام کی جوړيږي د تياري په لړي کي حكومتي چارواكو د و زيرانو په كچه په څو مهمو غونډو كې چې په كابل، باميانو او د هرات په ولاياتو کي جوړې شوي خبري کړي دي.

د مالي وزارت فرهنګي سلاكار نجيب الله منلى چې د كابل كنفرانس ته د چمتوالي په څو حكومتي غونډو كې ګډون كړى دى وايي چې په دې برخه كې ټول وزارتونه په پنځو حلقو ويشل شوي دي او نړيوالې مرستندويانو ته پكښې نيمګړتياوي په ګوته شوي دي .

د کار پوهانو پًه وينا د افغانستان د کابل د کنفرلنس «ځانګړيتوب په دي کي دي چې افغانستان به نړيوالې ټولنې او نړيواله ټولنه به كابل ته د تيرو لګښتونو پراختيايي چارو او د مرستو د لګولو حساب وركوي او د راتلونكي لپاره به ړومبييتوبونه ټاكل كيږي».

په ولسې جرګه كې د کندهار ولايت استازى عبيدالله اڅكزى د آلمان غږ راډيو ته وويل چي د دې كنفرانس بل توپيري خصوصيت دا دي چي هغه په خپله د افغانانو لخوا د هغوی د هيواد په دننه کي جوړيږي او هغه «هم په افغاني دود سره» .

. هغه وويل: په دې كنفرانس كې به د نړيوالو سره په افغانستان كې د نړيوالو مرستو د لګولو حساب وشي او د راتلونكو مرستو جاج به پكښې واخستل شي .

منلي وايي چې د كابل په كنفرانس كې كابل د نړيوالې ټولنې څخه پيسې نه بلكه حساب كول ورسره غواړي

د لوړو زده كړو د وزارت وياند او د كابل پوهنتون استاد عظيم نوربخش د كابل د كنفرانس جوړيدل په افغانستان كې د سياسي او اقتصادي بدلون لپاره يو ښه ګام بولي. هغه يادونه وکړه . د پخوانيو نړيوالو كنفرانسونو په پرتله د كابل كنفرانس اهميت په دې كې دى چې نړيوال د كابل نوو طرحو ته غوږ ونيسي او د لومړيتوبونو په تشخيصولو سره به كابل يو ځلي بيا تر پام لاندې ونيول شي .

.

په افغانستان كې د سولې د ملي مشورتي جرګې د جوړيدو نه وروسته د افغانستان د لانجي د حل لپاره هيلي اوس د كابل په نړيوال كنفرانس پورې تړلي دي

په داسي حال کي د داسي يو کنفرانس جوړيدو څخه د افغانستان په دننه کي کار پوهان هرکلي کوي، خو ډيري زياتي هيلي نه تري نه لري چي د روان کړکيچ لپاره دي کوم سياسي حل وړاندي کړي.

جمال كوټوال

کتونکي: عبدالباري حکيم