د افغانستان څخه د برتانوي عسکر وتل کيدای سي په ۲۰۱۱ کال کي پيل سي
۱۳۸۹ تیر ۳۱, پنجشنبهد برتانيې لومړی وزير ديويد کمرن ويلي دي چي کيدای سي برتانيه په ۲۰۱۱ ميلادي کال کي د افغانستان څخه د خپلو سرتيرو په ايستلو پيل وکړي.
هغه د بي بي سي د پنځم کانال سره په مرکه ويلي دي چي د افغانستان څخه د سرتيرو د ايستلو موضوع د سيمي په حالاتو پوري تړلې ده.
د هغه په خبر ه هر څونده ژر چي افغانستان په خپله د افغانانو ترکنترول لاندي راځي هغومره ژر زموږ عسکر کولای سي چي خپل هيواد ته ستانه سي.
په واشنګټن کي د جمهوررييس اوباما سره تر ليدني وروسته هغه ويلي دي چي« زه نه غواړم چي په دې اړه هيلي ډيري کړم، ځکه چي د سرتيرو ايستل په افغانستان کي د سولي او ثبات په ټنګولو پوري تړلي دي.»
د کمرن په خبره، غواړي د ناټو راتلونکي غونډي ته چي ټاکل سوې ده نومبر په مياشت کي به په ليزابون کي جوړه سي پر داسي يو پلان باندي کار وکړي چي د مخه يې د څو سيمو امنيتي مسووليت افغان امنيتي ځواک ته وسپارل سي.
هغه زياته کړه کله چي دغه کار تر سره سي نو هغه وخت بيا امکان سته چي په هغه هيواد کي د برتانوي سرتيرو په لږ ولو پيل وسي.
د هغه وخت راهيسي چي ديويد کمرن د برتانيې صدراعظم ټاکل سوی دا يې واشنګټن ته لومړی سفر و.
ag/ زيارمل
کتونکی. ضياالحق فضلي