1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د افغانستان څخه تر اټکل ډير پيسې ايستل سوي دي

۱۳۸۹ تیر ۱۵, سه‌شنبه

تراوسه پوری يواځي د دری ملیارد ډالر د ایستلو خبره کیدله. خو د یوی بریتانیو ورځپاڼي د رپوټ له مخی د دغو اختلاس شوو پیسو اندازه 4.2 ملیارد ډالرو ښودله شوی ده.

https://p.dw.com/p/OByy
په رپوټ کی زیاته شوی ده چی د مالیی وزیر د امریکایی چارواکو د همکاری غوښتنه کړی ترڅو د دی پیسی درک معلوم کړی.
په رپوټ کی زیاته شوی ده چی د مالیی وزیر د امریکایی چارواکو د همکاری غوښتنه کړی ترڅو د دی پیسی درک معلوم کړی.انځور: AP Graphics

په افغانستان کی د اختلاس او اداری فساد د زیاتیدو په هکله انديښنی وروسته له هغی زیاتوی شوی چی د رپوټونو له مخی له افغانستان څخه په غیر قانونی توګه په ملیاردو ډالر د کابل د هوایی ډګر له لاری بهر ته لیږدولی شوی دی.

اوس ویل کیږی چی له افغانستان څخه په غیر قانونی توګه له هغه څه څخه زیاتی پییسی ایستلی شوی دی چی تر اوسه پوری اټکل کیده.

تراوسه پوری يواځي د دری ملیارد ډالر د ایستلو خبره کیدله. خو د یوی بریتانیو ورځپاڼي د رپوټ له مخی د دغو اختلاس شوو پیسو اندازه 4.2 ملیارد ډالرو ښودله شوی ده.

وروسته له هغی چی دغه رپوټ خپور شو، د امريکا متحده ایالاتو د کانګرس یو غړی افغانستان ته د متحده ایالاتو د مرستو د ورکړی یوه ستره ونډه ودروله.

د افغانستان د مالیی وزیر، عمر زاخیلوال تیره اونی په کابل کی یو مطبوعاتی کنفرانس ته د دی خپری پخلی وکړ چی د هغه له هیواد خخه په غیرقانونی توګه پیسی ایستلی شو دی، خو هغه وويل چی دا د افغانستان حکومت ؤ چی له دی اختلاس څخه یی پرده پورته کړه، نه کومه بلی سرچینه.

د بریتانوی ورځپاڼي، «دیلی تایمز» د یو رپوټ له مخی چی نن خپور شوی دی، زاخیلوال د امریکا متحده ایالاتو کانګرس ته په دی موضوع باندی یو لیک استولی دی . زاخیل وال په لیک کی یادونه کړی چی ښایی له دی څخه هم زیاتی پیسی له افغانستان څخه په تیرو دری کلونو کی ایستلی شوی وی. د ورځپاڼي په رپوټ کی زیاته شوی ده چی د مالیی وزیر د امریکایی چارواکو د همکاری غوښتنه کړی ترڅو د دی پیسی درک معلوم کړی.

خو د امریکا د کانګرس، غړی نیتا لووی تیره اونی وویل چی د متحده ایالاتو د مرستو د درولو تصمیم د هغه یو رپوټ څخه وروسته ونیول شو چی د والستریت ژورنال وویل چی د افغانستان لوړ پوړو چارواکو په تیری څو کلنو کی په ملیاردو ډالر د کابل هوایی ډګر له لاری په غیر قانونی توګه ایستلی دی.

میرمن لووی چی د کانکرس د بودجی په جرګه ګی کی دنده لری وویل: د نقل قول پیل: « تر هغه پوری چی زه ډاډ پیدا نه کړم چی د امریکایی مالیه ورکونو پیسی نور د افغانستان د فاسدو چارواکو، د نشه توکو د سردارانو او تروهګرو له خوا استفاده بنده نه شی، زهبه افغانستان د مرستو د ورکړی هرکلی ونه کړم.»

AG/ عبدالباري حکيم

کتونکی. زيارمل