د افغانستان پولي ته نږدې په قبايلي سيمو کې ١٥ کسان وژل شوي
۱۳۸۷ شهریور ۱۳, چهارشنبهد ټپيانو په ډله کې ښځې او ماشومان هم شامل دي. دا خبر رسمي سرچينو او سيمه ايزو عيني شاهدانو ورکړی دئ. په افغانستان کې د امريکې تر قومانده لاندې بهرني ځواکونه وايي چې دوی له دې پېښې څخه نه دي خبر.
د پاکستان پوځي وياند جگړن مراد خان څرگنده کړې، چې د دوی په اند دا ١٥ تنه سهار وختي د جنوبي وزيرستان د انگور اډې په کلي کې له منځه وړل شوي. خان وړاندې معلومات نه دي ورکړي او زياته کړې يې ده، چې پوځ د دې پېښې په څېړنه لگيا دئ.
يوه سيمه ايز شاهد حبيب خان وزير په ډاگه کړې، چې مرگ ژوبله د موسی نيکه په کلي کې شوېده او ده پخپله د څرخي الوتکو غږ او وروسته د وسلو ډزې آورېدلې دي.
له افغانستان څخه رپوټ ورکړل شوی، چې حمله نړيوالو ځواکونو کړېده او زياتوي، چې څلورو څرخي الوتکو د افغانستان له پولې نه اخوا دا عمليات سر ته رسولي.
د وزيرستان يوه ځايي مامور بيا ويلي دي، د ناتو څرخي الوتکو د جلال خېلو په کلي کې عسکر راکوز کړل او له يرغل وروسته يې بېرته يووړل. دا حمله همدا نن د چهارشنبې په سهار شوې.