1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د افغانستان په يو شمیر ولایتونو کې د طالبانو گواښونه

شمس الرحمن ناصر / کيرن نثار۱۳۹۴ فروردین ۱۶, یکشنبه

د امریکا متحده ایالاتو په مشرۍ د بهرنیو ځواکونو له تدریجې خروج سره د افغانستان په یو شمیر ولایتونو کې د طالبانو د بیرته راگرځیدو ویره موجود ده. د دغو سیمو خلک پر دولت ډیر اعتماد نه لري.

https://p.dw.com/p/1F2tN
انځور: DW

دلته د دانگام په کوچني ښار کې یوه خټینه کوټه ده چې د ښوونځي په توگه ترې استفاده کیږي. د ۲۰ تنو په شاوخوا کې ماشومان چې له ۹ څخه تر لسو کلونو پورې عمرونه لري په دغه ښوونځي کې زده کړه کوي. خو اوس دغه ښوونځی تړلی دی. د کونړ ولایت د سویل ختیځې برخې سیمه ییز خلک د څو اونیو راهیسې له یاغیانو سره په جگړه کې ښکیل دي.
لطیف خان د دغه ښوونځي یو تن ښوونکی وایې:« زده کونکي به بیا ښوونځي ته لاړشي، خو مونږ نه شو ویلې چې کله؟»

دا یو له هغو ډیرو ښونځیو دی چې تړل شوی دي. په عین وخت کې د افغانستان حکومت د یو لوی خطر په توگه د طالبانو شتون ردوي. په حکومتي بیانیو کې ویل کیږي چې هیڅ داسې یو طالب جنگیالی نه دی موجود چې د حکومتي ځواکونو له خوا نه وي سرکوبه شوی. په هر صورت حالات او شواهد څرگندوي چې افغان امنیتي ځواکونه هم لکه د سیمي د نورو خلکو په څیر پریښانه او اندیښمن دي.

لطیف خان د دانگام د نورو اوسیدونکو په څیر د هغه نوي خطر په هکله ډیر څه نه وایې، کوم چې دغه سیمه گواښي. هغه پریکړه کړې ده چې کابل ته کډه شي. د ډیر شمیر خلکو له پاره چې د طالبانو تر واکمنۍ وروسته په تیرو ۱۳ کلونو کې یې د آزادۍ لږه مزه لیدلې ده، د دې وخت رارسیدلی دی چې له خپلو کورنو څخه کډه شي او یا هم په خطر کې ژوند کول ومني.

د دغې سیمې په آسمان کې د افغان امنیتي ځواکونو او یاغیانو تر منځ د ډزو غږونه اوریدل کیږي. مسعود خان چې د دسمبر په میاشت کې د یاغیانو پر وړاندي جنگیدلی دی دویچه ویله ته وویل:« دوی په دانگام کې د بربادۍ سبب گرځیدلي دي. قبائلي خلک زمونږ سره د همکارۍ په تور په اور کې سوزول شوي او یا هم سرونه ځنې پرې شوي دي.»

د اندیښنو ډیریدل

Bildergalerie Afghanistan
انځور: AFP/Getty Images/N, Shirzada

که څه هم په افغانستان کې د طالبانو دوامداره شتون کومه نوې خبره نه ده، خو دوی په کراره کراه د ډير شمیر ولسوالیو او کلو کنترول په خپل لاس کې نیسي. حکومت وايي چې یاغیان د افغانستان په سویل ختیځو سیمو کې پر خلکو ظلم او تیری کوي.

یو پولیس افسر د خپل نوم پټ ساتلو په شرط دویچه وېله ته وویل:« دولتي ځواکونه یوازې د ولایتونو پر مرکز کنترول لري. مونږ یعنې پولس یوازې د ولایتونو په مرکزي ښارونو کې اقدامات کوو، مونږ ولسوالیو ته دننه نه ورځو.»

همدارنگه د کونړ ولایت په سویل ۳۰۰ کیلومترۍ کې د لوگر ډیرې سیمې هم طالبانو په خپل کنترول کې راوستلي دي. په دغه ولایت کې یو سړی خپله خور په دې جرم په ډزو وویشتله چې په یوه ښوونځي کې یې زده کوونکو ته درس ورکاوه. د پولیسو چارواکي وایې چې دوی د تفتش له پاره د پيښې ځای ته نشي تللای، ځکه دا کار ورته ډیر خطرناک دی.

Afghanistan erste Solo-Offensive der Armee gegen die Taliban
انځور: picture-alliance/AP Photo/A. Khaliq

د صحنې واقعتونه

دانگام د کونړ ولایت یوازې یوه له هغو کوچنیو ولسوالیو ده چې ورځنی ژوند په کښې د له منځه تلو په حال کې دی. ډیر شمیر ښوونځي د بمونو په وسیله تخریب شوې دي او ډیر نور حد اقل تړلې دي.

د کونړ ولایت د ښوونې او روزنې په ریاست کې عبدالقهار وایې:« د ۲۰ ورځو په موده کې دوه داسې ښوونځي سوزول شوې دي، چې سلگونو زده کونکو په کښې خپلې زده کړې پر مخ وړلې. دا یوازې په کونړ ولایت کې نه، بلکې په ننگرهار ولایت کې هم د ډیر شمیر موسیسو ودانۍ په بمنونو ویجاړې شوې دي.»

یو شمیر روغتونونه نور نو ډاکټران نه لري. د سیمې خلک د کار ورزگار په لټه کښې لویو ښارونو ته مخه کوي. دوی د مرکزي حکومت پر ځواک بې باوره دي. د کله راهیسې نه چې امریکایې ځواکونه له کونړ ولایت څخه وتلي دي، د کلو او بانډو خلک د استوگنې په ځایونو او بازانونو کې د طالبانو د مخ پر ډیریدونکي حضور شاهدان دي.

د پولیسو یو پخوانې افسر احمد سعیدي وایې:« افغان ځواکونه تر هغه وخته پورې بریالیتوب ته نشې رسیدلې، تر څو چې د ولایتونو له مرکزونو څخه د باندی او په کلو کې دننه له یاغیانو سره مقابله ونه کړي، یعنې په هغو ځایونو کې چې دوی په کښې اوسیږي.»