1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د افغانستان صادرات زیات شوي دي

حسین سیرت/ سید ریاض۱۳۹۳ اردیبهشت ۱۳, شنبه

د افغانستان سوداگرۍ او صنایع خونې ویلي دي چې په ۱۳۹۲لمریز کال کې د تیر کال په پرتله د افغانستان صادرات ۳۳ سلنه زیات شوي دي. د دغې خونې د وینا له مخې یو دلیل د کرهڼې په تولیداتو کې زیاتوالی دی.

https://p.dw.com/p/1BtMT
انځور: DW/H. Sirat

د افغانستان د سوداگرۍ او صنایع خونې مشر قربان حقجو، د شنبې په ورځ (د ۲۰۱۴م کال د می میاشتې ۳مه) په کابل کې په یوه خبري کنفرنس کې وویل چې په ۱۳۹۱ کال د افغانستان صادرات ۳۹۳ میلیونه ډالره وو په داسې حال کې چې په ۱۳۹۲ کال کې یې حجم ۵۲۴ میلیونه ډالرو ته لوړ شوی دی.

د سوداگرۍ او صنایع خونې مسوولین وایي چې د افغانستان د صادراتو د ډیریدو یو دلیل کافي ورښتونه وو: «له گاونډیو هیوادونو سره د ترانزیت او تجارت په برخه کې زموږ مشکلات کم شوي دي په ځانگړې توگه له پاکستان سره. د پاکستان له لارې هند ته زموږ صادرات ډیر شوي دي. همداشان د اومو موادو په پرتله د پروسس شوو موادو صادرات هم ډیر شوي دي.»

د سوداگرۍ او صنایع خونې مسوولین وایي چې سبزیجات، قالینې، مالوچ، قیمتي او نیمه قیمتي ډبرې، د اوبو په شمول غیر الکولي مشروبات، وچه میوه او د غنمو او وریجو په څیر حبوبات په هغو اقلامو کې راځي چې د نورو اقلامو په پرتله یې صادرات ډیر وو.

د دغه خونې د مسوولینو په آند، هغه شرکتونه چې د وچې او تازه میوې د پروسس په برخه کې فعالیت کوي، د افغانستان د صادراتو د ارزښت په لوړیدو کې مهم نقش لري.

د ښاغلي حقجو په خبره تر دې د مخه به افغانستان وچه میوه په بوجیو کې په غیر معیاري توگه بهرنیو هیوادونو ته صادریده، په داسې حال کې چې اوس دغه میوه پروسس کیږي: «په تیرو وختونو کې به زموږ وچه میوه په کڅوړو او پاکټونو کې د یو سیر او دوو سیرونو په ډول بهرنیو هیوادونو ته تله، خو اوس د شرکتونو له لوري دغه میوه په کوچنیو پاکټونو کې په ښه شان پروسس کیږي او صادریږي.»

د ښاغلي حقجو په خبره په اوسني وخت کې د افغانستان قالینې د اروپا، امریکا او جاپان په بازارونو کې ښه ځای لري او په نړۍ کې د باکیفیته فرش د رانیولو تقاضا ډیره شوې ده.

د سوداگرۍ او صنایعو خونې د وینا له مخې د ښاروالیو له خوا د بډو اخیستنو په پیښو کې کموالی راغلی دی چې د صادراتو د زیاتوالی یو دلیل دا هم دی: «په تیرو وختونو کې به ښاروالیو هر صادراتي جنس د کیلو او کارتن په شکل حسابوه، خو اوس مو دغه څه ټن ته راکښته کړی چې دغه کار د انتقال لگښت راکم کړی او د ښار په دروازو کې یې د ناوړه استفادې مخه نیولې.»

د سوداگرۍ او صنایع خونې د مسوولینو په وینا په وروستیو کلونو کې د بزگرانو حاصلات زیات شوي دي او هغوی توانیدلي چې ډیری وخت په مستقیم ډول خپل خام توکي پر مولدینو باندې وپلوري او خپله دغه مسله د صادراتو د ډیریدو سبب شوې ده. دا په داسې حال کې ده چې افغانستان صادرات د وارداتو په پرتله ډیرکم دي. د افغانستان د سوداگرۍ او صنایع خونه وایي چې د ۵۰۰ میلیونه ډالرو په مقابل کې شاوخوا د ۱۰ میلیاردو ډالرو په ارزښت واردات لري او په دې ترتیب د صادراتو او وارداتو تر منځ اوس هم ډیر توپیر دی.

د سوداگرۍ او صنایع خونې انديښنې دا ده چې له افغانستان څخه به د بهرنیو ځواکونو او د ولایتي بیا رغونو ټیمونو په وتلو سره د افغانستان د پيسو او پانگونې لویه برخه هم ووځي. د سوداگرۍ خونه پر دې خبره ټینگار کوي چې دولت باید د سوداگرۍ او صادراتو پر پیاوړي کولو باندې تمرکز وکړي تر څو افغانستان له اقتصادي ستونزو سره مخامخ نه شي.