په سرپل کې یوه ښځه او یو نارینه سنگسار شول
۱۳۹۴ شهریور ۲۲, یکشنبهد آلمان د خبري آژانس د یو رپوټ له مخې د افغانستان په شمالي ولایت، سرپل کې زور پالونکو یوه ښځه او یو نارینه په عام محضرکې سنگسار کړي دي. دغه خبر د یکشنبه په ورځ د سیمې د یو چارواکي له خوا تصدیق شوی دی.
د سرپل د والي په مقر کې د میدیايی چارو د اړیکو مشر، حامد علمي وویل:«د سوزما قلعه د ولسوالۍ د قلعه سرخ په سیمه کې دغه پیښه رامنځ ته شوی ده.» علمې وویل چې په دغې سیمې کې « طالبان کنترول لري.» نوموړي وویل چې له سیمې څخه د لاس ته راغلو رپوټونو له مخې «دغه ښځه او نارینه د طالبانو په محکمه کې د زنا د جرم په تور محاکمه شوي دي.» هغه وویل چې وسلوالو طالبانو دغه داوړه د خلکو په مخکې سنگسار کړي دی.
د سرپل ولایت د میدیايي چارو نوموړي چارواکي وویل چې سوزما قلعه یوه ناکراره ولسوالي ده چې په دې وروستیو وختو کې د طالبانو ترکنترول لاندې پریوتې ده. علمي وویل:«حکومت د دغې پیښې په مخنیوي کې پاتی راغلی دی.»
د آلمان خبري آژانس، DPA، هڅه وکړه چې د طالبانو سره تماس ونیسی ترڅو د دغی پیښی په هکله پوښتنه وکړي. خو دغه خبری آژانس وویل چې «د تبصرې لپاره ېې څوک ونه موندل.»
طالبانو په افغانستان کې د خپلې واکمنې په موده کې چې له تر ۲۰۰۱ کال پورې دوام وکړ، د سنگسار کولو او درو وهلو سزاوي تطبیق کړي دي. په یو شمیر نور مسلمانانو هیوادوونو لکه، ایران او سعودی عربستان کې هم دغه ډول سزاوي جاري دي. د نړیوال بشري حقوقو سازمانونو دغه ډول سزاوي غندلي او هغه یې د بشري ربړولو یوه برخه گڼلې ده. د بشري حقونو سازمانونو له اړوندو حکومتونو او ډلو څخه غوښتی دي چې د دا ډول سزاوی دی بندې کړي.
له دې مخکې افراطي طالبان د افغانستان په هغو سیمو کې چې له حکومت څخه یی کنترول راخپل کړی دی، عام اعدامونه د خپل قضايی سیستم د یوې برخې په توگه عملي کوي.
دوه اونې مخکې یو ځوان هلک او یوه ځوانه نجلۍ د غور په ولایت کې هم د زنا په تورونو مجازات شول. یوې محلي محکمې دغه دواړه د «نامشروعو اړیکو» د درلودلو په تور هر یو په سل درو محکوم کړل او ټاکل شوې سزا پر تطبیق شوه.